انټرپول وايي په جنوبي امریکا کې یې په عملیاتو کې ۳۴۰۰ بمونه ضبط کړي

په فرانسې کې د انټرپول مرکز.

د جنايي پولیسو نړیوال سازمان (انټرپول) د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۵) وویل چې د جنوبي امریکا په هېوادونو کې یې د یو لړ عملیاتو په مهال ۴۵ کسان نیولي او په کور کې جوړ شوي څه باندې ۳۰۰۰ بمونه او څو ټنه چاودیدونکي توکي ضبط کړي دي.

انټرپول وايي په دغو عملیاتو کې د نهو هېوادونو امنیتي ځواکونه دخېل وو. انټرپول وايي د «کلیمور» په نوم دغه عملیات د اګست په ۱۱مه نېټه پیل شوي او د اکتوبر تر ۱۱ نېټې پورې روان وو. وايي د دغو عملیاتو تمرکز د کیمیاوي موادو په غیر قانوني انتقال او ټولو هغو برخو باندې و، چې په جنوبي امریکا کې د چاویدونکو توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېده.

انټرپول وايي چې په سیمه کې د دغو موادو تجارت زیات و او دوی پوه شول چې دا لړۍ د تنظیم شویو جنایتونو او ناقانونه وسله والو ډلو سره نژدې اړیکه لرله.

انټرپول وایي په کور کې جوړ شوي چاودېدونکي مواد- له ترهګریزو بریدونو څخه نیولې تر وسله والې غلا او په امنیتي ځواکونو باندې تر بریدونو پورې- پېښو کې کارول کېدل.

دغه سازمان وايي د دغو عملیاتو په مهال د اکوادور پولیس داسې یوې سیمې ته ولاړل، چې یوې جنایتکارې ډلې د سي-۴۰ انفجاري توکو ۳۰زره مرمۍ، لاسي بمونه او یوه اندازه هیروین زېرمه کړي وو.

په کولمبیا کې د پولیسو تحقیقاتو د انفجاري موادو د تولید په یو فابریکې باندې عملیاتو ته لاره هواره کړه، چې په کې ۳۰۰۰ چاوېدونکي مهمات، پنځه ټنه انفجاري مواد او نور تجهیزات د پولیسو لاسونو ته ورغلل. په دغو عملیاتو کې د یو بمب جوړوونکي په ګډون دوه تنه نیول شوي هم دي.

په عملیاتو کې هغه کس چې‌ په متحدو ایالتونو کې تر تعقیب لاندې و، په ارجنټاین کې ونیول شو. دی په یو خصوصي ځای انفجاري مواد الوځولي وو.

انټرپول وايي چې د انفجاري موادو ناقانونه تجارت د طبعي زېرمو له ناقانونه کېندنو سره هم ربط لري.

د «کلیمور» په عملیاتو کې همدغه راز په پیرو کې هم ۲۲ تنه نیول شوي او ۱۶ ټنه انفجاري مواد ضبط شوي دي.

د انټرپول عمومي منشي والدسي اورکیز په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «په تور بازار کې د انفجاري توکو تجارت یو لوی امنیتي خطر دی. موږ د ترهګرو او تنظیم شویو جنایتونو د ډلو، چې له انفجاري موادو څخه استفاده کوي، د زیاتېدو شاهدان یو.»

نوموړي وویل چې په جنوبي امریکا کې دغه عملیات یو پرمختګ دی، خو ټېنګار یې وکړ،‌ چې دا یو رښتینی او نړیوال ګواښ دی.

په دغو عملیاتو کې د ارجنټاین، بولیویا، برازیل، چیلي، کولمبیا، اکوادور، پاراګوای، پیرو و یوروګوای پولیس شامل وو.