د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د مکسیکو د مخدره موادو بانډونه باید تس نس کړل شي


ولسمشر ټرمپ د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو پر ضد مکسیکو ته د پوځي مرستو وړاندیز کړ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي دي چې باید د مکسیکو د مخدره موادو قاچاقي بانډونه د ځمکې له مخې لېرې شي.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "که مکسیکو په دغې برخې کې مرستې ته ضرورت لري، متحده ایالتونه چمتو دي، غواړي او کولی شي دغه کار ډیر ژر تر سره کړي."

ښاغلي ټرمپ دا ټویټ له هغه وروسته وکړ چې د دوشنبې په ورځ د مکسیکو په شمال کې د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو په یو برید کې نهه امریکايان ووژل شول.

خو د مکسیکو ولسمشر د ښاغلي ټرمپ دا غوښتنه رد کړې ده او ویلي دي چې تجربو ښودلې د مخدره موادو د قاچاقبرو په ضد نظامي اقدامات اغیزناک نه وو او ښايي د جګړې لامل شي.

د مکسیکو چارواکي وایي ښایي د نشه يي توکو کاروباریان په تېروتنې سره امریکایي وګړي په نښه کړي وي.

په برید کې وژل شوي امریکایان د مارمون یوې مذهبي ډلې د لِبرین د کورنۍ غړي دي. دا کورنۍ له ډېر مودې راهیسې د مکسیکو په شمال کې اوسیږي.

د وژل شویو کورنۍ بیا وایي چې بریدګر په دې پوهېدل چې په موټر کې څوک ناست دي.

XS
SM
MD
LG