اصف ننگ: طالبان په فراه کې اجرتي جگړه هم کوي

د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي فراه ته دسفر په وخت کې ویلي دي چې د فراه جگړه د اوبو د مدیریت جگړه ده.

د فراه پخوانی والي آصف ننگ وايي هرڅومره چې په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړیږي، ایران هماغومره ستونزې جوړوي. د ایران د مزاحمتونو په وجې د سلما بند په څلور کالونو کې نه بلکه په دیارلس کالونو کې جوړ شو. اوس چې په فراه کې د بخش اباد د بند مسله مطرح ده، ایران دومره بې طاقته شویدی چې حتی حسن روحاني هم دې بند اعتراض وکړ.

د اقتصادي چارو د تحقیقاتی مرکز ریس او د فراه د پخواني والي، آصف ننگ سره زموږ همکارې زبیا خادم مرکه کړیده.

Your browser doesn’t support HTML5

د ښاغلي آصف ننگ سره مرکه دلته اوریدی شئ