جنرال رازق:پاکستان د طالبانو، القاعدې او داعش مرکز دی

جنرال عبدالرازق د پوځي ماموریت پر وخت

د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د امریکا غږ سره په ځانگړې مرکه کې ویلي چې، دوی [پاکستان] غواړي دنیا ته ښکاره کړي چې په پاکستان کې القاعده نشته او دغه شبکه په افغانستان کې ده.

جنرال عبدالرازق زیاتوي چې ددغو ډلو "اصلي بیخ ټول په پاکستان کې دی، د ډیورند د خط اخوا دی، خالي د دوی د فعالیت ساحه د افغانستان غرنۍ سیمې خاک افغان، د غزني ناوه، نوبهار، دره چوپان او خاص ارزگان دي".

هغه وایي ددغو ډلو ټول مشران په کراچۍ، پیښور، کویټه او نورو ځایونو کې اوسیږي. د جنرال رازق په وینا د دنیا مخ پاکستان ته اوښتی دی او هغه هیواد غواړي داسې ښکاره کړي چې ددغو ترهگرو مرکزونه په پاکستان کې نه بلکه په افغانستان کې دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا غږ د خبریال عزیزالله پوپل سره د جنرال عبدالرازق بشپړه مرکه دلته اوریدای شئ