په افغانستان کې د شیعه او سني مسلمانانو وحدت نه شي ماتیدلی

د افغانستان سني او شیعه عالمانود دوشنبې په ورځ په کابل کې په غونډه کې د شیعه گانو په مقدسو اماکنو حملې وغندلې. دغو دیني عالمانو وویل چې په دې ملک کې شیعه او سني مسلمانان ټینگ وحدت لري.

د هلمند د ولایت د شیعه گانو د شورا ریس احمد شاه جمال وایي په هلمند کې قریب ٦٠زره شیعه گان اوسیږي. د افغانستان اوسنیو او مخکینیو جنگونو او شخړو د دوی وحدت نه دی سست کړې. احمد شاه جمال وايي، د دوې پلرونواو نیکونو خپل مشکلات په حکومت نه، بلکه د پښتنو په جرگو حل کړیدي.

د احمد شاه جمال سره د زیبا خادم مرکه دلته اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د احمد شاه جمال سره مرکه