شینواری: د پاکستان د اوړو نه واردول د سوداګرو فیصله ده

  • شافعه سردار

مزمل شنواری وايي د پاکستان نه د غنمو او اوړو نه واردول د افغانستان د حکومت رسمي فیصله نه ده بلکې د افغان سوداګرو فیصله ده.

د امریکاغږ د آشنا راډیو سره په مرکې کې، شینواری وویل چې افغان سوداګرو «په دې وروستیو کې ترجیح ورکړې چې د منځنۍ آسیا، د قزاقستان او ترکمنستان نه اوړه او غنم واخلي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت معین مزمل شینواري وویل چې د افغان سوداګرو دغه کار دوه علته درلودل. لومړی دا چې په دې وروستیو کې د تورخم لاره بنده شوه او د پاکستان څخه د محصولاتو د واردولو په پروسه کې ستونزې وي. دوهم دا چې د ترکمنستان او قزاقستان غنم ارزانه او تر پاکستاني غنمو یې کیفیت ښه و.

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې په عمومي توګه د افغانستان د حکومت پالیسي هم دا ده چې د سوداګرو لپاره د تجارت او محصولاتو د واردولو او صادرولو لپاره یوازې په یوې لارې اکتفا و نه شي بلکې متبادلې لارې موجودې وي.

د مزمل شنواری سره د شافعې سردار مرکه دلته اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د مزمل شنواري سره د شافعه سردار مرکه