زهره جلال: د ښځو د حقونو لپاره پراخ پوهاوي ته اړتیا ده

د بشري حقونو فعالین وایي د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې اکثریت ښځې د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې دي.

د خوست د ولايتي شورا يوې ښځينه غړې له امريکاغږ سره په مرکه کې ويلي، چې په حکومتي ادارو کې د استخدام پرمهال له ښځو سره يو ډول تبعيض روان دی او دندې نه ورکول کېږي.

مېرمن زهره جلال زياته کړې، چې په ټولنه کې هم ښځو ته پوره حقونه ندي رسېدلي. هغې پدې برخه کې د پراخ عامه پوهاوي غوښتنه کړې.

میرمن جلال د امريکاغږ خبريال ابراهيم رحيمي سره په مرکه کې د ښځو د حقونو د عمومي وضعيت په اړه څرگندونې کړي دي چې تاسې دلته یې ارویدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست د ولایتي شورا د غړې زهره جلال سره د امریکا غږ آشنا رادیو مرکه:

میرمن جلال همداشان د ښځو د ستونزو او د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د پراخ عامه پوهاوي په هکله په دې یو ویدیوییي پیغام هم لري چټې دلته یې کتلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

زهره جلال وایي د ښځو د حقونو لپاره پراخ پوهاوی اړین دی