د امریکا په کانګرس کې د ایرانیانو لپاره د ازاد او مستقیم انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو هڅه

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس جمهوري غوښتونکې غړې، کلاډیا ټینی، د امریکاغږ سره په یوې مرکې کې د "ازادۍ قانون" په نوم د نوي طرحې په اړه معلومات ورکړل. هغې وویل چې د دې طرحې موخه دا دی چې د ایران د دخالت او سانسور پرته، د هغه هېواد وګړو ته ازاد او مستقیم انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي.