د لاس رسي وړ اتصالات

په تهران کې د اقتصادي وضعیت له امله پراخ لاریونونه رامنځته شوي


د ایران په پلازمېنه تهران او د ښار په مرکزي سیمو کې د اسعارو او سرو زرو د بازار د ناڅاپي بحران له امله، د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره پراخ اعتصابونه او اعتراضونه رامنځته شوي دي.

راپورونه ښيي چې د ښار مهمې اقتصادي لارې تړل شوي، د حکومت ضد شعارونه ورکول کیږي او امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکو اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی.

وروسته له هغه چې د امریکا د ډالر بیه ۱۴۴ زره تومانو ته لوړه شوه او د سرو زرو د سکې بیه نږدې ۱۶۹ میلیونه تومان ته ورسېده، د اسعارو او د طلا په بازار کې بې‌ساری بحران د خلکو غوسه راپارولې ده.

د دوشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۹مه هغه اعتصابونه چې له تېرې ورځې پیل شوې و، لا پراخ شول چې له امله یې د تهران د لوی بازار پراخې برخې او شاوخوا ستراتیژیک سړکونه وتړل شول.

د سیمه ایزو راپورونو او خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، د «بین‌الحرمین»، «آهنگران»، «صرافان»، «چهارسوق» او «جعفري» بازارونه په بشپړه توګه وتړل شول او سوداګرو خپلې هټۍ بندې کړې.

دغه اعتصابونه د پلازمېنې مهمو سړکونو ته هم وغځېدل، چې پکې د «ناصرخسرو»، «سعدي جنوبي»، «لاله‌زار»، د « استانبول څلورلارې »، «باغ سپهسالار» او د «فردوسي میدان» شامل دي.

همداراز د «امین‌حضور»، «مولوي»، «شوش» او د « سیروس څلورلارې » سیمو دوکاندارانو هم د اسعارو د بازار د ګډوډۍ او د حکومت د بیو په کنټرول کې د پاتې راتلولو په اعتراض خپلې سوداګریزې چارې ودرولې.

په «امیرکبیر» سړک کې هم ورته غونډې وشوې چې ګډونوالو پکې اقتصادي او سیاسي شعارونه ورکول.
په خوالو رسنیو کې په خپاره شويو ویډیوګانو امنیتي ځواکونه ښیي چې له هغو معترضانو سره نښته کړې چې د نورو خلکو د ګډون غوښتنه یې کوله.

له دې اعتراضونو سره هممهاله، د ایران د ونډو بازار هم سخت غبرګون ښودلی دی. د تهران د ونډو د تبادلې شاخص ۳۷ زره پوئنټه راټیټ شو او د ۴ میلیونه او ۱۲۳ زره پوئنټو ته ورسېدو.

راپورونه وايي چې له بازار څخه څه باندې ۸۸۷ میلیارد تومانه حقیقي پانګې وتلې دي، چې تر ټولو ډېره برخه یې د بانکي سکتور پورې اړه لري.

د دغه بحراني وضعیت پر وړاندې، د ایران د مرکزي بانک د عامه اړیکو مدیر اعلان کړی چې د ولسمشر مسعود پزشکیان په لارښوونه د حکومت د اقتصادي ټیم بیړنۍ غونډه جوړه شوې ده.

ویل کېږي دا غونډه د اسعارو او معیشتي پالیسیو د ارزونې لپاره ترسره کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG