د "حالوش" په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې لږ تر لږه اوه افغان کډوال د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي او څو تنه نور افغان کډوال ټپیان شوي دي.
د دې سازمان د راپور په اساس، دا پېښه تېره جمعه رامنځ ته شوې ده.
حالوش د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې په بشري حقونو پورې تړلي موضوعات څاري او په ایران کې د سني مسلمانانو او په قومي لږکیو پورې تړلي پېښو ته پوښښ ورکوي.
د حالوش په راپور کې راغلي: "د سپاه پاسداران او د سراوان د سیمې پوله ساتې ځواکونو په څو کمینونو کې د افغان کډوالو په څو ډلو باندې چې ښځې، نارینه او ځوانان په کې شامل وو، مستقیمې ډزې کړي او لږترلږه اوه تنه یې ووژل او څو نور یې ټپیان کړل. دغه راز لسګونه کدوال له نیول کېدو وروسته د زاهدان الغدیر کمپ ته انتقال او بله ورځ (له ایران څخه) وشړل شول."
د بشري حقونو د دې سازمان د راپور په اساس، په دې وروستیو میاشتو کې د سراوان په سرحدي سیمه کې د کدوال په وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند، د ډزو او د کمینونو شمیر زیات شوی او دې کار د کډوالو د انساني حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه اندېښنې راپارولي دي.
د حالوش راپور زیاتوي چې په یوه تازه پېښه کې یو افغان کډوال د یکشنبې په ورځ د سراوان په مربوطاتو کې د ایران د پوله ساتې ځواکونو په ډزو کې په لاس ټپي شو.
دا افغان کدوال خان محمد محمدي ښودل شوی چې اوس د سراوان په رازي روغتون کې بستر دی، د حالوش د راپور په اساس "د داکټرانو او روغتیایي اسانتیاو د کموالي له امله، احتمال لري چې د هغه لاس پرې شي".
پخوا هم داسې راپورونه ورکړل شوي چې ایراني پوله ساتو ځواکونو په افغان کدوالو مستقیمې ډزې کړي او یو شمېر افغانان وژل شوي دي. خو ایراني چارواکو دا راپورونه رد کړي دي.
سراوان یوه له هغو سرحدي سیمو څخه ده چې زیاتره هغه افغان کډوال ورڅخه د افغانستان څخه ایران ته په غیرقانوني توګه ننوځي چې د سفر معتبر اسناد نلري.
وروسته له هغې چې اسراییل په ایران برید وکړ، له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ په بېساري توګه چټکه شوې ده.
د ایراني چارواکو د معلوماتو په اساس، شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي چې د روان کال له پیل څخه تراوسه پورې ۱.۵میلیون افغان کډوال چې زیاتره یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل، له هغه هېواد څخه افغانستان ته شړل شوي دي.