عراقچي: که امریکا پر مونږ برید وکړي مونږ به په افغانستان کې د دوي اډې وولوو

آرشیف

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي که امریکه په ایران برید وکړي، نو په افغانستان کې به هم د امریکایانو پوځي اډې د ایران له بریدونو خوندي پاتې نشي. عباس عراقچی همدا رنګه ټول هغه افغانان چې په ایران کی بندیان دي مجرمین بولي.

عباس عراقچي چی د دوه ورځنیو بحثونو لپاره په کابل کې دی وایي هیواد به یې هر مجرم ته د خپلو قوانینو په اډانه کې سزا اوروي .

په همدې حال کی ټآکل شوې چې یو افغان حقوقی پلاوی به هم ایران ته ورځي چې د بندیانو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچی چی له افغانستان سره د سیاسی مشورو لپآره دغه هیوا د ته راغلی له افغانستان سره د دواړو هیوادونو ، سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو په اړه خپلې سیاسي خبرې او مشورې ګټورې بولي.

عباس عراقچی وایي هیواد یی له افغانستان سره سیاسي او د ګاونډیتوب نږدی اړیکې لري او د دواړو هیوادونو سیاسي ښه او بد حالات یو پر بل اغیز کوي . دواړو هیواد ونو په لنډه موده کې د دغو سیاسي مشورو د غځولو په اړتیا هم موافقه وکړه.

،،له افغانستان او سیمې سره زموږ موضوعات سره شریک اود دواړو هیوادو امنیتي وضعیت او ملي ګټو پوری دومره غوټّه دي چی لازمه ده تل یو له بل سره نږدی سیاسي مشورې ولرو ، په افغانستان کی سوله ، امن او تیکاو په ایران کې د سولی امن او ټیکاو په مانا دی موږ د دواړو هیوادونو تر منځ د سولې په اړه کوم تفاوت نه وینو . د افغانانو پر مختګ او خوشحالي د ایرانیانو له نیکمرغی سره برابره ده،،

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي د سیمې او دواړو هیوادونو حالات هم د دې غوښتونکي دی چې د دغو دواړو هیوادونو تر منځ سوله او همکاري وی نو ځکه خو ایران دا هوډ لري چی د سیمې د حالاتو د ښّه والي لپاره له افغانستان سره ښې اړیکې ولري .

خو ایران په عین حال کې وایي چې که چیري د امریکې او ایران تر منځ د چګړې اور بل شي نو په افغانستان کی به هم د امریکی پوځي اډی د ایران له بریده خوندي پاتې نشي. ،،زموږ له انده امریکایي چارواکی تر دی زیات عقلمنده دي چی د ایران سره دی جګړه پيل کړی خو ممکنه ده چی هغوی په سیمه کی د جګړی اور بل کړي او که چیري دا تیروتنه وکړي، نو د جګړی پای ته رسول به د هغوی په لاس نه وی او که جګړه پیل شي نو د هر ډول پيښي د را منځټه کیدو امکان شته دی.،،

د ایران دغه سیاسي ديپلوماټ د سولې غوښته په داسي حال کې کوي چې دا مهال نږدی ۵۰۰۰ افغانان په ایران کې بندیان دي او د ډیریو دعوا دا ده چې بی ګناه نیول شوي دي او بې محکمی ورباندې د اعدام حکم ختلی دی .

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په خپل هیواد کې دا افغان بندیان تورن او مجرم ګڼي او وایی په خاوره کی یی له هر مجرم سره د ایران له قوانینو سره سم چلند کیږي

،،له بده مرغه ځینو افغانانو په ایران کی جنایات کړي دي دوي به د ایران د جزایي قوانییو سره سم په عادلانه محاکمو کې محکمه کیږي او د محکمو مرحلی به پّه دقت تر سره کیږی. دغه بندیان کولای شي چې په خپلو دوسیو باندي د بیا کتنې غوښتنه وکړي او موږ تاسو ته ډآډ درکوو چی د دوی په اړه به یو عادلاته قضایی بهیر تر سره شي .،،

عراقچی وایی هغه افغان بندیان چی په مرګ محکوم دي له هغوی سره به هم د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډ تفاهم پر اساس د اسلامي نیک نظر نه کار اخیستل کیږی او هڅه به کېږي چې د دوی سزا ورکمه شي.

په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال جاوید لودین وایي دواړو هیوادونو پر دې هم موافقه کړې چې یو قضایي پلاوی به ایران ته ورځي تر څو د محکومینو په اړه لازمې څیړنې وکړي . د لودین په وینا دم د حاله دوه تنه افغان حقوقي کار پوهان ایران ته ور پيژندل شوي چی د دغو بندیانو په اړه لازمه څیړنه وکړي.

له بلی خوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی د افغانستان په اړوند د پاکستانی سیاستوال عمران خان وروستی خبری په کلکه غندی او وایی دا خبری په افغانستان کی د ترهګریزو بریدونو په اړه د عمران خان ناپوهي او د افغانستان په اړه یی د بد نیتی څرګندوینه کوي.

،،دا په افغانستان کې د تروریستي بریدونو د ریښو په اړه یا د عمران خان ناپوهی څرګندوي او یا یی هم د افغانانو پّه اړه بد نیت. په تیرو لسو کالو کې افغانان د هغو ترهګریزو بریدونو قربانیان شول چې ریښې یې له افغانستان څخه بهر دي. ماشومان او بیګناه وګړي ووژل شول ملکي ودانیو او ملکي وګړو باندې بریدونه وشول. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه دا ډول څرګندونې د عمران خان لپاره چی د یو سیاسی ګوند مشر هم دی له شرمه ډکی خبري ګڼي.،،

په همدی حال کې افغان چارواکي وایی په هرو نړیوالو او له پآکستان سره په دوو اړخیزو خبرو کی یې تل په خپل هیواد کې د سولې او ټیکاو د را منخټه کېدو په لاره کې د پاکستان کردار اهم بللی او مرسته او همغږی یې ځیني غوښتې ده .

بهارت صابر -کابل