د ونزویلا او ایران مشرانو د همکارۍ ۲۰ کلن تړون لاسلیک کړ

د ونزویلا مشر په دوه ورځني رسمي سفر تهران ته تللی.

د ونزویلا مشر نیکولاس مدورو او د ایران سخت دریځ جمهور رئیس ابراهیم رئیسي شنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) د اقتصادي، نظامي، تیلو او پترو کیمیاوي موادو په برخې کې د همکارۍ شل کلن تړون لاسلیک کړ.

امریکا پدې دواړو هیوادونو اقتصادي او نور بندیزونه لګولي.

د تړون د لاسلیک کولو نه وړاندې د ونزویلا مشر چې د خپل هیواد د جګپوړو اقتصادي او سیاسي مشرانو سره یو ځای تهران ته په دوه ورځني سفر تللی، په خبري کنفرانس کې وویل چې ونزویلا او ایران د نړیوالو مسایلو په هکله "ګډ لید لوری" لري او تر څنګ یې دا هم وویل چې "دواړه د متحده ایالاتو او متحدینو د جبري بندیزونو قربانیان" دي.

د ونزویلا مشر همدرانګه وویل چې تهران او کراکاس د مقاومت اقتصادي تګلاره خپله کړې او په لا پراخیدو یې کار کوي.

متحده ایالاتو او لویدیځو متحدینو یې د ایران تر څنګ په ونزویلا هم ځپونکي اقتصادي او نور بندیزونه لګولي.

د ونزویلا مشر د ایران اسلامي جمهوریت ستایلی چې د امریکا د بندیزونو سره سره یې دې هیواد ته تیل صادر کړي او دا یې د خپل ولس سره د تهران "ستره همکاري" بللې چې تیلو ته یې سخته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د ونزویلا د جمهور رئیس څخه تهران ته د سفر کولو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې د متحده ایالاتو د فشارونو سره د مخامخ کیدو تر ټولو غوره لار "مقاومت" دی.

د ونزویلا جمهور رئیس پداسې حال کې ایران ته تللی چې له یوې خوا د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو سره د ایران د اتومي موافقې د بیرته ژوندۍ کولو پر سر خبرو په ټپه ولاړې دي او له بلې خوا د امریکا د بندیزونو او په نړۍ کې د خوراکي موادو د بیو د لوړیدو له کبله د ایران اقتصادي وضعیت چې د مخکې نه کمزوری و، د ستونزو سره مخ دی او د دې هیواد په حکومت او ولس یې فشارونه لا ډیر کړي.

وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول د ایران او نړۍ له اټومي قرار داد څخه ووتله او پر هغه هیواد یې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، د ایران اقتصاد له ماتې سره مخ شوی دی او پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د نورو هیوادونو په شان په ایران کې هم د توکو بیې لوړې شوي‌ دي.

ایران په تیرو کلونو کې د ژوند کولو د مصارفو د لوړیدو له امله د پراخو اعتراضونو سره مخ شوی دی په خاص ډول کله چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د تیلو قیمت لوړ شو.

ایراني چارواکو په هغه وخت کې وویل چې د مظاهرو له امله ۲۳۰ کسان ووژل شول، خو ملګرو ملتونو څرګنده کړه چې په مظاهرو کې ۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.