حوثیانو د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د برید ادعا کړې

په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکې حوثي ډلې د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۲) ادعا وکړه چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی.

دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.

دا له سپټمبر میاشتې راهیسې پر یادو تاسیساتو څلورم ورته برید دی. حوثیانو همدارنګه ادعا کړې چې د سعودي عربستان د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ غځېدلې د تېلو نللیکه یې په نښه کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیا سریع پر اېکس ټولنیزه شبکه په یو خپاره کړي پوسټ کې ادعا کړې چې د ارامکو پر تاسیساتو یې برید بریالی و.

هغه د پنجشنبې په ورځ وویل چې، په یو برید کې یې د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د ختیځ او لوېدیځ د تېلو نللیکې یو پمپ سټېشن او په دویم برید کې یې د بالستیک توغندي په وسیله د ینبع د تېلو تاسیسات په نښه کړي دي.

د سعودي عربستان چارواکو د دغو بریدونو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي؛ خو د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف چې د یمن د حکومت ملاتړ کوي، د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د حوثیانو یوه بې‌پیلوټه الوتکه یې د ریاض په فضا کې او بله د دغه هېواد په ختیځه برخه کې کشف او له منځه وړې دي.

که دا ادعا تائید شي، نو دا به په روانه اوونۍ کې دویم ځل وي چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تېلو نللیکه په نښه کېږي. دغه نللیکه د سعودي عربستان د خلیج په ختیځو سیمو کې د تېلو زېرمې د سره سمندرګي له ینبع بندر سره نښلوي.

سعودي عربستان په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د ګډوډۍ او بریدونو له امله د تېلو نړیوالو بازارونو ته د تېلو د صادراتو لپاره پر همدې نللیکې تکیه کړې ده.

حوثیانو د پنجشنبې په ورځ د دوو نورو بریدونو ادعا هم کړې ده. د دوی په وینا، لومړی برید یې د بالستیک توغندي په وسیله له یمن سره پولې ته نږدې د خمیس مشیط پر هوايي اډې او دویم برید یې د بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د سعودي عربستان د نجران ولایت په شروره هوايي ډګر کې پر یوې پوځي باروړونکې الوتکې ترسره کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د شپږو اروپايي چارواکو په حواله د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې سعودي عربستان له اروپايي ټولنې غوښتي چې حوثیان د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي.

متحده ایالتونه یمن حوثيان د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل ډله بولي.

ریاض د نهو هېوادونو په مشرۍ د یو ایتلاف مشري کوي چې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پيژندل شوي یمني حکومت ملاتړ کوي.

امریکا او ملګرو ملتونو ویلي چې په یمن کې د حوثیانو پرمختګ د دغه هېواد، سعودي عربستان او په سمندري لارو کې د بېړیو د تګ راتګ لپاره ګواښ رامنځته کوي