سعودي عربستان په باب‌المندب کې د حوثیانو له پرمختګ وروسته د ایتلافي ځواکونو قوماندان بدل کړ

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ، وروسته له هغې چې د ایران ملاتړو حوثیانو د باب‌المندب ستراتیژیکې سمندري لارې په شاوخوا کې نوې سیمې ونیولې، د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت د ملاتړ کوونکو ایتلافي ځواکونو قوماندان بدل کړ.

د سعودي دولتي رسنیو د شاهي فرمان په حواله ویلي، ډګر جنرال فهد بن حمد بن عبدالعزیز آل سلمان له خپلې دندې ګوښه او د دفاع وزارت د سلاکار په توګه ګومارل شوی دی. د سعودي رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې جنرال فیاض بن حامد بن رقاد الرویلي د دغه ائتلاف نوی قوماندان ټاکل شوی دی. دا ایتلاف په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوی و.

په همدې حال کې، د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران ملاتړو حوثیانو د مکې او ریاض سیمو پر لور دوه بې‌پیلوټه الوتکې توغولې وې چې دواړه یې شنډې او له منځه وړې دي. د ایتلاف ویاند ترکي المالکي د دواړو بې‌پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو خبر تایید کړ. ائتلاف یوه ورځ وړاندې هم ویلي وو چې د مکې په سیمه کې یې دوه او د مدینې په سیمه کې یوه بې‌پیلوټه الوتکه شنډه کړې ده. دا پرمختګونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د یمن حکومتي ځواکونو او متحدو وسله‌والو ډلو د باب‌المندب مهمې سمندري لارې په شاوخوا کې یو شمېر سیمې له لاسه ورکړې.

د یمن حکومت منلې چې د ذباب ښار د هوايي ډګر او باب‌المندب له شاوخوا او د تعز له لوېدیځو سیمو شاته شوی دی. حکومتي ځواکونو او متحدو وسله‌والو ډلو دا سیمې تېره میاشت، د اکتوبر په پنځمه د «یمن د سباوون عملیاتو» له پیل وروسته نیولې وې. د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند ډګروال ماجد عبدالله النزیلي ویلي چې په جنوبي او سوېل‌لوېدیځو جبهو کې حکومتي ځواکونو خپل پوځي موقعیتونه بدل کړي دي.

النزیلي پر اېکس لیکلي: «په دغو سیمو کې د مېشتو قطعاتو د موقعیتونو بدلون او بیا ځای پر ځای کول د عملیاتي وضعیت د ارزونې پر بنسټ، د شته ګواښونو او د موخو د لومړیتوبونو له مخې د عملیاتو د ډګر له بیا تنظیم وروسته ترسره شوي دي.»

هغه زیاته کړې چې حکومتي ځواکونه د یمن د درېیم لوی ښار، تعز، د حوثي محاصرې د ماتولو لپاره جګړه کوي. حوثیانو له ۲۰۱۵ کال راهیسې تعز محاصره کړی او ښار ته غځېدلې مهمې لارې، چې د عدن لاره هم په کې شامله ده، تړلې دي. عدن د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت مرکز دی. د حوثیانو تر کنټرول لاندې رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې د دوی په وینا، د ذباب په هوايي ډګر او د باب‌المندب په شاوخوا کې د تازه نیول شویو سیمو دي. په دغو انځورونو کې سوځېدلي او ویجاړ شوي پوځي وسایط او وسله‌وال لیدل کېږي چې په پیک‌اپ موټرو کې په سیمه کې ګزمې کوي.

بلخوا، حوثیانو د دوشنبې په ورځ د سعودي په مشرۍ ائتلاف تورن کړ چې په پلازمېنه صنعا کې یې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی او ملکي وګړي یې په نښه کړي دي. د حوثیانو د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر انیس الاصبحي ادعا کړې چې په دغه برید کې یو ماشوم وژل شوی او اووه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د دې پېښې او د حوثیانو له خوا د راپور شوې مرګ‌ژوبلې خپلواک تائید نه دی شوی.

امریکا او ملګري ملتونه وايي، پر یمني حکومتي ځواکونو او سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه د سیمې امنیت او سمندري تګ راتګ ته ګواښ دی. النزیلي هم ویلي چې په باب‌المندب تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ امنیت ګډو سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو ته اړتیا لري.