ملګري ملتونه وايي چې ایران په ۲۰۲۶ کال کې نږدې نیم میلیون افغان کډوال اېستلي او افغانستان ته یې بېرته ستانه کړي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې اونۍ کې د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې شاوخوا ۴۹۲،۳۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي چې دا په ۲۰۲۶ کال کې افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو ۸۵٪ جوړوي.
ایران په نړۍ کې هغه هېواد دی چې د نورو په پرتله زیات شمېر افغانان پکې د کډوالۍ شپې ورځې سبا کوي. د ملګرو ملتونو په وینا، په ایران کې ۴.۴ میلیونه افغانان ژوند کوي. په دې کې ۱.۴ میلیونه بې اسناده افغان کډوال هم شامل دي.
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې څه باندې ۱.۲ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
په ۲۰۲۵ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۱.۹ میلیونه افغانان راستانه شول چې ۱.۲۶ میلیونه یې شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: "ډیر راستانه شوي افغانان په افغانستان کې دننه د بشري حقونو له جدي سرغړونو او د خوندیتوب له خطرونو سره مخ دي."
ملګرو ملتونو د مې په میاشت کې راپور ورکړ چې افغانستان له یو بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی ځکه چې میلیونونه خلک د اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو، استوګنې او جامو په شمول د اړینو توکو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
له ایران او پاکستان څخه د افغانانو راستنېدل په افغانستان کې د "بشري بحران په مقیاس او پېچلتیا" کې زیاتوالی راوړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې راستنیدونکي هېواد ته له راستنیدو وروسته د ژوند له سختو شرایطو سره مخ کیږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وویل: "افغان راستنیدونکي کم یا هېڅ سرچینې نه لري او اړ دي څو د لویو لارو او اړینو خدمتونو څخه لېرې په غرنیو سیمو کې مېشت شي. دوی په لنډمهاله پناه ځایونو کې ژوند کوي او ډېر کله داسې وي چې خیمه تر سخت لمر لاندې په ځمکه یا هم په یوې ډبرې ولاړه وي او پاکو اوبو، خوړو، او حتی یوې عادي سرپناه ته لاسرسی نه لري. روغتیايي پاملرنه د دوی له لاسرسي بهر ده او ډیری یې حتی تر ټولو ساده پېژندپاڼې هم نه لري چې دا دوی په ټولنه کې زیان منونکي او پټ حالت کې ساتي."
پاکستان کې بیا اوسمهال د ۱۶۰ زرو بې اسنادو کډوالو په شمول شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیواله اداره وايي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر او د سږ کال د اګست میاشتو ترمنځ له پاکستان څخه تر ۲.۶۸ میلیونو زیات بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.