امریکا په ایران کې د غیږې نیونې د یو ځوان اتل د اعدام پر امر اندیښنه ښودلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران له رژیم څخه غوښتي چې ۱۹ کلن ځوان چې د غیږې نیونې د سپورت اتل دی او د ټولو هغو کسانو د اعدام پلان ودروي چې د خپلو اساسي حقونو د غوښتنې له امله په مرګ محکوم شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د خپل ایکس په فارسي حساب کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې متحده ایالتونه د غیږنیونکي اتل صالح محمدي د کیدونکي اعدام اړوند د راپورونو په اړه "ژوره اندیښنه" لري.

دې وزارت د محمدي یو عکس چې پخپل سپورتي کمیس کې دی، په ایران کې د رژیم ضد د وروستیو لاریونونو او د اعدام د عکس په سر کې لګول شوی و، خپور کړی. دا لا روښانه نه ده چې هغه چیرته او کله نیول شوی دی.

په دې پوسټ کې، همداز لیکل شوي چې د ایران رژیم "ځوانان وژني او د ایران راتلونکی ویجاړوي."

د بهرنیو چارو وزارت په پوسټ کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، د دوو نورو ځوانانو وضعیت هم روښانه کړی چې د اعدام سره مخ دي: شیروین باقریان جبالي، د اصفهان څخه یو ۱۸ کلن ځوان دی چې ویل شوي په هغه جرم یې اعتراف کولو ته اړ ایستل شوی چې نه دې کړي؛ او امیر حسین قادرزاده، د رشت څخه یو ۱۹ کلن ځوان چې ویل شوي د رژیم اجنټانو لخوا بربنډ شوی او د تري تم کیدو دمخه یې بدني پلټنه شوې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په فارسي حساب کې ویل شوي چې متحده ایالتونه د دې قضیو څارنه کوي او د ایران رژیم ته یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي خبرداری یادونه کړې چې که چیرې ایران رژیم خپل نور ځوان مخالفین اعدام کړي نو قاطع اقدام به وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۸مه وویل هغه «ستر سمندري ځواک» چې د ایران پر لور لېږل شوی، د اړتیا په صورت کې په بشپړ «سرعت او شدت» سره د عمل لپاره چمتو دی.

ولسمشر ټرمپ دا خبره د [ایران] د اسلامپاله رژیم له‌خوا د مذهبي واکمنۍ پر ضد د ولسي پاڅون د سخت او وحشیانه ځپلو په غبرګون کې کړې ده.

ټرمپ وویل چې د امریکا سمندري بېړۍ، چې مشري یې د الوتکې وړونکې بېړۍ USS Abraham Lincoln کوي، له هغې بېړۍ څخه هم لا لویه ده چې تازه وینزویلا ته استول شوې وه.

هغه زیاته کړه چې که اړتیا وي دا ځواک «چمتو، لیواله او قادر دی چې خپله دنده په چټکۍ او پوره شدت سره ترسره کړي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۹مه دخپل ایکس حساب کې په یوه جلا پوست کې د ایران د رژیم د ځپلو یو بل اړخ ته اشاره وکړه چې له روغتونونو څخه د ټپیي شويو لاریون کونکو یرغمل کول او د خپلو عزیزانو په لټه کې د کورنیو ځورول دي.

په دغه پوست کې لیکلي شوي: "دا په سمه توګه هغه ډول جرمونه دي چې تاسو یې په وحشتناکو فلمونو کې ګورئ. او دا دقیقا داسې دي: د ایران د اسلامي جمهوریت رژیم د ایران په خلکو باندې داسې ترهګري تپلې ده چې په الفاظو کې نشي بیانیدی. دوی په سړکونو کې سوله ایز، بې وسلې لاریون کونکو باندې ډزې کوي، روغتونونه د ښکار په ډګر بدل کړی، او غمجنې کورنۍ مجبوروي چې حتی د خپلو عزیزانو د جسدونو د ترلاسه کولو لپاره رشوت ورکړي. هیڅ متمدن حکومت دا ډول چلند نه کوي. دا قانون او نظم نه دی؛ دا یوه حکومت له خوا ترهګري ده."