حسن روحاني د ایران نوی ولسمشر شو

د ایران د کورنیو چارو وزیر( مصطفی محمد نجار) منځلاری ملاحسن روحاني د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د گټونکي په توگه اعلان کړ. دهغه کامېابي د حاکمو تندلارو ملایانو په مقابل کي د هغه حیرانونکی بریالیتوب ښئي.

روحاني چي مشهور اصلاح غوښتونکی او پخوا د هغه هېواد د اټمي چارو مرکچي و د ٣٧ ملیونو شمیرل شويو رایو د جملې څخه ١٩ ملیونه رایي ګټلي دي او په دې ډول یې د ٥٠ فیصدو نه زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره د دوهم ځلي انتخاباتو مخه نیولې ده. تر هغه وروسته ډیري رایي د تهران ښاروال (محمد باقر قالیباف) ته گټلی دي. هغه د ټولو راېو ١٦ فیصده ګټلي دي.

امریکا د ایران خلکو ته له دې کبله چي په انتخاباتو کي یې برخه واخیسته مبارکي ویلې او د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي ویاند ( جې کارني ) وویل چي د اوباما حکومت ددې انتخاباتو احترام کوي. خو د کارني بیانیې دې ته اشاره کړې چي دا انتخابات لکه څنګه چې هغه وویل ، د حکومت په بندیزونو او محدودیتونو کي، تر سره شول چي د شفافیت نشتوالی، د مطبوعاتو سانسور او ویرونکی امنیتي چاپیر یال په کي شامل وو.

کارني وویل چي امریکا هیله لري د ایران حکومت به د خپلو خلکو د ارادې احترام وکړي او هغوي ته به دا موقع برابره کړي چي ځان ته تر دې ښه آینده ولري. هغه د امریکا دا غوښتنه بیا تکرار کړه چي د هغو اندیښنو له کبله چي د ایران د اټمي پروګرام نه راپیدا شوي دي، له هغه هیوادسره مستقیمو ډیپلوماتیکو خبرو ته کښیني.

په عین حال کې ولسمشر حامد کرزي هم د ایران خلګو ته د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د انتخابېدو مبارکي وویله او د افغانستان د باندنیو چارو وزارت وايي چې هیله لري د ایران د نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره به یې ددغه هېواد سره اړیکې ښې شي.

د باندنیو چارو د وزارت ویاند جان موسی زی داسي وايي: ،،د هیواد ولسمشر حامد کرزي د افغان دولت او خلګو په استاځیتوب د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني ټاکل کیدو په مناسبت ایران ته د مبارکۍ پیغام لېږلی دی او هیله یې څرګنده کړې ده چې د ده حکومت په دوران کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ نږدې اړیکې لا زیاتې پراخې شي.،،

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ښاغلي روحاني ته مبارکي ورکړه او ایراني چارواکي یې دې ته وهڅول چې په سیمه ایزو اونړیوالو مسایلو کې رغنده نقش ولوبوي.