ایران دوه افغانان اعدام کړي دي – بشري حقونو سازمان

د هه‌نګاو په نامه د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې ایران د نشه یي توکو اړوندو تورونو له امله دوه افغانان د اصفهان په مرکزي زندان کې اعدام کړي دي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲) د ایکس په یوه پیغام ولیکل چې ۴۳ کلن مبارک محمدي او ۴۳ کلن قاسم ملا امنیتي د اکتوبر په ۲۱ نیټه د چهار شنبې په سهار د اصفهان په زندان کې اعدام شوي دي.

په دې پیغام کې زیاته شوېده چې دا دوه افغانان د افغانستان د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار اوسیدونکي وو او د ایران په مشهد ښار کې یې ژوند کاوه.

پیغام زیاتوي چې دا دوه کسان کابو دوه کاله وړاندې اصفهان ته د سفر پرمهال د نشه یي توکو د لیږد په تور ونیول شو او وروسته بیا د یاد ولایت د انقلاب محکمې په یوې مشترکه دوسیمه کې هغوی پر اعدام محکوم کړل.

د ایران قضایي چارواکو او یا هم د یاد هیواد رسیمي رسنیو د هه‌نګاو ددغه راپور د خپریدو پورې د یادو افغانانو د اعدام تایید یا رد ندی کړی. د یاد راپور جزیات هم په خپلواک ډول خپاره شوي ندي.

د افغانستان ددغو دوو اتباعو د اعدام خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ایران د بشري حقونو سازمان د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د پیل څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر پایه، د افغانستان کابو ۲۵ اتباع د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

دې سازمان همدارنګه اعلان کړی دی په دې موده کې په ایران کې ۶۹۱ کسان اعدام شوي دي چې ۲۴۴ تنه یې د نشه یي توکو د جرایمو اړوندو مسایلو په اړه اعدام شوي دي.

په ایران کې د اعدامونو په اړه د امریکا دریځ

په ایران کې د اعدامونو زیاتوالي له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون هم راپارولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند، د جولای میاشتې په ۲۸ نیټه په ایران کې د اعدامونو په اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې د سیاسي فشارونو په هدف له اعدام څخه کار اخیستنه، وغندله.

دغه ویاند بې قید او شرط پرته د هغو سیاسي زندانیانو او کسانو د ازادیدو غوښتنه وکړه چې د هغه په وینا په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، په خاص ډول هغه کسان چې د خپلو اساسي حقونو د غوښتنې په هدف د سوله ایزو اقداماتو له امله نیول شوي دي.