د عراق په بمي چاودنو کې ۱۷ کسه وژل شوي

عراقي مامورین وايي ، نن په عراق کې د بمونو یو لړ چاودنې شویدي، لږ تر لږه 17 کسه په کې وژل شویدي.

مقامات وايي په دې ننۍ چاودنو کې د 30 نه زیات کسان زخمي شویدي. د ټولو مرگانۍ حمله، د بغداد شمال ته په تاجي کې وشوه ، د درې موټر بمونو چاودنې وشوې.

عراقي چارواکي وایی په دې حملو کې اته کسه ووژل شول او د شلو نه ډیر خلک زخمي شول.

یو ځان وژنکي د بغدا په جنوبي سیمه کې په کوټ کې لږ تر لږه د پولیسو درې صاحب منصبان ووژل او څو کسه نور یې زخمي کړل.

د بغداد شمال پلو ته ، په بلدروز کې د یو موټر بم په حمله کې دوه پولیسان وژل شویدي. په نورو ښارونو کې هم همدغسی حملې شویدي.

تر اوسه پورې هیچا ددغو مرگانیوو حملو مسولیت په غاړه نه دی اخستی.