په عراق او سوریه کې په هوایي حملو کې ٦۴ ملکي وگړي وژل شوي

ملگرو ملتونو ویلي دي چې یواځې د اکتوبر په میاشت کې په عراق کې څه دپاسه ١١٠٠ ملکي وگړي وژل شوي دي

د امریکا پوځي سرچینو د چارشنبې په ورځ وویل چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد په هوایي حملو کې د یو کال په ترڅ کې ٦۴ ملکي وگړي وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ دا هم ویلي چې د ٢٠١۴ کال په اگست کې د داعش پر ضد د عملیاتو د پیل راهیسې تر اوسه، د امریکا پر مشرۍ د ایتلاف په هوایي بریدونو کې ١١٩ ملکي وگړي وژل شوي او ٣٧ تنه ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو ډلې او څارونکي وایي چې د ملکي تلفاتو اصلي شمیره له دې نه ډیره لوړه ده. د بخښنې نړیوال سازمان د اکتوبر په میاشت کې په یو رپوټ کې ویلي داسې ښکاري چې د امریکا پر مشرۍ د ایتلاف په هوایي حملو کې په تیرو دوو کلونو کې یواځې په سوریه کې څه دپاسه ٣٠٠ کسان وژل شوي دي.

د پنتاگون شمیرې ښیي چې د ایتلافي قواو د ټولو هوایي حملو د شاوخوا دوه پر دریمې برخې مسؤلیت د امریکایي ځواکونو په غاړه دی.

د چارشنبې د ورځې د نویو تلفاتو په شمیرو کې د سوریې په شمالي ښار منبج کې د جولای د میاشتې هوایي حمله نه ده شامله. ددې ښار اوسیدونکي او د بشري حقونو ډلې وایي په دغه حمله کې ٥٠ ملکي وگړي وژل شوي وو. د امریکا پوځ لا هم د منبج ښار د پیښې په اړه څیړنې کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند جان تامس وايي هلته داسې ټیمونه کار کوي چې د "ملکي عمدي تلفاتو" مخیوی وشي.

ښاغلي تامس په یوه اعلامیه کې لیکلي " ځنې وخت ملکي وگړي د پوځي عملیاتو تاوان گالي، خو مونږ خپله ټوله هڅه کوو او حتی ځنې وخت په اصلي هدف باندې د حملې چانس له لاسه ورکوو چې دغه ډول پیښې راکمې شي".

د ٢٠١۴ کال په اگست کې په عراق او سوریې کې د ایتلاف د هوایي حملو د پیل راهیسې ١٦٠٠٠ زره حملې شوي دي چې ددغو بریدونو لگښت د ورځې شاو خوا ١٢ میلیونه ډالره دی. د اکتوبر په میاشت کې ایتلافي ځواکونو رپوټ ورکړ چې په عراق او سوریه کې په وسطي توگه د ورځې لس هوایي حملې ترسره کیږي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په نوي رپوټ کې ددغو بریدونو دقیق ځای او په دغو بریدونو کې ملکي تلفات څرگند شوي دي چې ددغو شمیرو له مخې زیات شمیر حملې د عراق د موصل ښار په شاوخوا سیمو کې شوې دي.

په مجموعي توگه په عراق کې د تروریزم او وسله والې جگړې اړوند تلفات، د ٢٠١۴ کال د اواسطو په پرتله، چې د عراق په شمال کې د داعش نفوذ په پراخیدو و، اوس تر ډیره حده راټیټ شوي دي.

خو په عراق کې د تیرو دوو کلونو په پرتله تیره میاشت تر ټولو وژونکې میاشت وه. ملگرو ملتونو ویلي دي چې یواځې د اکتوبر په میاشت کې په عراق کې څه دپاسه ١١٠٠ ملکي وگړي وژل شوي دي.