عراق د ایران ګنګل شوې پېسې پرېږدي چې د کرونا واکسین واخلي

د کرونا ویروس په منځنی ختیځ کې تر ټولو ډیر ایران ځپلی

د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو له وجې عراق منلې چې د ایران ۱۲۵ میلیونه کنګل شوې پیسې اروپایي بانک ته واستوي تر څو ایران وکړی شي پدې پیسو ۱۶ میلیونه د کرونا ضد واکسین واخلي.

د ایران د انرژۍ وزیر رضا اردکانیان نن شنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸)دولتي مطبوعاتو ته ویلي چې دا پیسې به د روغتیا د نړیوال سازمان د کواکس پروګرام ته ورکړل شي چې له مخې به یې ایران وکړی شي د کرونا ضد واکسین واخلي.

د کرونا ویروس په منځني ختیځ کې تر ټولو ډیر ایران ځپلی. دې هیواد تل شکایت کړی چې د امریکا د اقتصادي بندیزونو له وجي نشي کولی چې د کرونا ضد واکسین د اخیستو لپاره پیسې د بانکونو د لارې انتقال کړي.

عراقي چارواکو تر اوسه دایران د انرژۍ د وزیر د دې څرګندونو په هکله څه ندي ویلي.

د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا چې امریکا په ایران بندیزونه لګولي، د دې هیواد د تیلو شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالر په عراق، جنوبي کوریا او چین کې کنګل شویدي.

اوس چې ایران او د لویدیځو هیوادونو استازي د اتریش په پایتخت ویانا کې پدې غږیږي چې څنګه ایران او د امریکا متحده ایالات بیرته د ایران د اتومي تړون سره یو ځای شي، ایران غوښتنه لري چې دغه کنګل شوې پیسې دې خوشې شي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې خپور شو. دې ویروس تر اوسه په ټولې نړۍ کې ۳۵۲۴۹۶۹ کسان مړه کړي او ۱۶۹۳۷۹۹۷۰ کسان یې نیولي دي.