داعش په عراق او سوریه کې لا هم ١۴ زره جنگیالي لري

داعش په عمده توگه په عراق او سوریه کې او تر یوه حده په افغانستان کې فعال دی

د عراق پوځ وایي چې د داعش نه د موصل ښار د بریته نیولو وروسته د اسلامي دولت د ډلې او د هغې د ملاتړو ډلو شاوخوا ٧٠٠٠ جنگیالي لا هم په عراق کې موجود دي.

د عراق لوړپوړو پوځي مقاماتو د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې ددغه شمیر له جملې نه ۴٠٠٠ یې فعال جنگیالي دي او شاوخوا ٣٠٠٠ نور یې د داعش ملاتړي دي چې معاشونه یې اخیستي دي.

په سوریه کې هم شاوخوا ۷۰۰۰ داعشیان شته چې ٥٠٠٠ فعاله سخت دریځه او ٢٠٠٠ نور یې د هغوی ملاتړي دي.

د ٢٠١٦ کال په دوبي کې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنتاگون ادعا وکړه چې په عراق او سوریې کې پوځي عملیات د جگړې په میدان کې د ۴٥ زرو تنو سخت دریځو د وژنې سبب شوي او ددې ډلې د جنگیالیو شمیر ١٥ زرو ته راټیټ شوی دی.

په ٢٠١۴ کې د داعش د خلافت په رامنځ ته کیدو سره ددې ډلې غړو د یو شمیر عربي هیوادونو په گډون د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په وژونکو لو له تشدده ډکو اعمالو لاس پورې کړی دی. خو ددې ډلې د سخت دریځو او د هغوی د ملاتړو زیات فعالیت په عراق، سوریې او تر یوه حده په افغانستان کې متمرکز شوی دی.

په تیرو دریو کلونو کې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف په عراق او سوریه کې د داعش پر مرچلو هوایي بریدونه کړي دي.

د موصل ښار د بیرته نیولو عملیات د ٢٠١٦ کال په سپتامبر کې پیل شول او د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د جولای د روانې میاشتې په لومړیو کې ددې ښار بشپړه ازادیدل اعلام کړل.

په موصل کې له ماتې سره سره یو شمیر امریکایي مقامات وایي چې د داعش سخت دریځه ډله لا هم په منځني ختیځ کې لوی گواښ گڼل کیږي.

خو د داعش ضد ایتلاف کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانگړي استازی مک گورک، ویلي دي چې د داعش د گواښ د دوام سره سره چې د داعش جنگیالي چې د سوریې په رقه ښار کې په جگړه بوخت دي نابود به شي.

څیړونکي په عمومي توگه په دې باور دي چې نړیواله ټولنه د داعش پر ضد د عملیاتو تر څنگ هڅه وکړي چې ددې ډلې مالي منابع له منځه لاړې شي. خو دوی ټینگار کوي چې ددې ډلې پر ضد مبارزه او د هغې بشپړه ماتې د سخت دریځۍ پر ضد هر اړخیز اقدامات او د هیوادونو ترمنځ ددې ډلې پر ضد مبارزه کې زیاته هم آهنگي ایجابوي او تر ټولو مهم رښتینې سیاسي غوښتنه ده چې دا ډله د واقعي ناکامۍ سره مخامخ شي.