طالبانو د داعش خراسان څانګه پخپله دوې او د سیمې د هیوادونو لپاره ګواښ بللی ده.
دا پداسې حال کې ده چې طالبانو تل په افغانستان کې د ترهگرو ډلو شتون رد کړی و او ویل یې چې هیڅکله به چاته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی نن سه شنبې په کابل کې د مرکزی آسیا او آذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو په غونډه کې ویلي چې« د داعش سیمه ایزې څانګې له خوا رامنځته شوی ګواښ لا هم د طالبانو ادارې او مرکزی آسیا هېوادونو لپاره ګډه اندېښنه ده».
متقی ویلي چې د طالبانو اداره او سیمه ییز حکومتونه د ګډو امنیتی اندېښنو سره مخ دی، چې پکې د داعش ګواښ هم شامل دی.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته امریکايي چارواکو په وار وار له افغانستان څخه د داعش خراسان څانگې شتون سیمې اونړۍ ته ګواښ ګڼلی او له طالبانو يې د دغې ډلې پرضد د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.
په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو لپاره بدیلې استازې جنیفر لوسیتا په همدې اړه په تازه څرگندونو کې ویلي چې طالبان باید د ترهګرۍ پر ضد خپلو ژمنو باندې عمل وکړي، د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته درناوی وکړي، د یرغمل نیونې ډیپلوماسي پای ته ورسوي.
طالبانو مخکې تردی دا ادعاوې رد کړي چې گواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.