بابر: جنګیالي د شپې له خوا له افغانستان څخه پاکستان ته داخلیږي؛ طالبان یې ردوي

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې په وروستیو بریدونو کې ملکي خلکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. (د ارشیف عکس)

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا ادعا کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بریدونه د افغانستان له خاورې څخه تنظیمیږي او په لاره اچول کیږي؛ هغه ادعا چې د طالبانو حکومت تل رد کړې ده.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ناامنو سیمو ویاند محمود جان بابر د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۱) په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل چې وسله وال د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د شپې له تیارې څخه ګټه اخلي او پاکستان ته ننوځي.

دغه پاکستاني چارواکي د خیبر پښتونخوا د ناامنو سیمو له اوسېدونکو وغوښتل چې د وسله والو ډلو د ایستلو لپاره له حکومت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي. د هغه په وینا، د سیمه ایزو شوراګانو او خلکو په همکارۍ به په راتلونکو دریو میاشتو کې په دغو سیمو کې د امنیت د ټینګښت امکان برابر شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان هغه تورونه په وار وار رد کړي چې ګواکې د افغانستان خاوره د ترهګریزو بریدونو د تنظیم لپاره کارول کېږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په میاشت کې د پاکستاني چارواکو ددغه راز څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې په پاکستان کې ناامني د افغانستان په ګټه نه ده او افغانستان نه د نورو هېوادونو د ناامنۍ د رامنځته کولو او نه هم د تمویل کولو وس لري.

مجاهد همدارنګه پاکستاني چارواکي تورن کړي وو چې د خپلو کورنیو امنیتي ستونزو د حل پر ځای، د ناامنۍ پړه پر افغانستان اچوي.

دغه تورونه په داسې حال کې بیا مطرح کېږي چې په اسلام اباد کې د «مارګله ډیالوګ» په غونډه کې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او کارپوهانو له افغانستان سره د پاکستان د سیاست د بیاکتنې غوښتنه کړې ده. هغوی خبرداری ورکړی چې د کړکېچونو دوام، د سرحدي لارو تړل کېدل او د سوداګرۍ کمېدل د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکو ته زیان رسولی دی.

د پاکستان پخواني سناتور مشاهد حسین د افغانستان په اړه د اسلام اباد پر تګلارې نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دې سیاست دوام ممکن افغانستان د پاکستان سیال هېواد، هند، ته لا نږدې کړي.

د پاکستان صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د مارګله ډیالوګ په غونډه کې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو ډلو فعالیتونه یوه جدي امنیتي ننګونه وبلله او د مخنیوي لپاره یې د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه وکړه.

اسلام اباد داسې مهال خپل تورونه تکراروي چې ګواکې د طالبانو حکومت د پاکستان ضد وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي.

تحریک طالبان پاکستان د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۱) د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د هغه برید مسئولیت واخیست چې د پاکستان لږ تر لږه ۱۰ پولیس پکې ووژل شول.