جماعت الاحرار په کویټه کې یو منصبدار او څلور پولیس ووژل

په بلوچستان کې په تیرو څلورو ورځو کې دا دوېمه تروریستي پېښه ده

د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کې په یو تروریستي حمله کې د یو منصبدار په گډون څلور پولیس وژل شوي دي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت یو ویاند وایي دغه پولیس په ښار کې په گزمه بوخت وو چې وسله والو کسانو یې پر موټر ډزې وکړې او د پولیسو د منصبدار مبارک شاه په گډون څلور پولیس په ډزو کې ووژل شول. برید کوونکي په تیښته بریالي شوي.

د طالبانو یوې جلا شوې ډلې جماعت الاحرار د دغه برید مسؤلیت منلی دی. دغه ډله په ٢٠١۴ کې د پاکستاني طالبانو نه بیله شوه او په دې وروستیو کې یې په پاکستان کې د زیات شمیر بریدونو مسولیت اخیستی دی.

ملگرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د جماعت الاحرار ډله د یو نړیوال تروریستي سازمان په توگه وگاڼه. ملگرو ملتونو ویلي دي چې جماعت الاحرار د داعش سره اړیکه لري او دغه ډله د افغانستان په ننگرهار ولایت او د مهمندو په قبائیلي سیمه کې فعاله ده.

په بلوچستان کې په تیرو څلورو ورځو کې دا دوېمه پېښه ده چې پوليس منصبدار پکې په نښه کيږي.

د دوشنبې په ورځ یو ځانمرگي بریدگر چې په موټرسایکل سپور و د افغانستان سره په پوله په چمن کې ځان وچاوه او د چمن د پولیسو قوماندان او دوه تنه نور پولیس یې ووژل.

طالبانو ویلي چې دغه برید د هغوی کسانو کړی دی.