اسرائیل خپل یو سرتیری ایران ته د جاسوسۍ په تور محکوم کړ

د اسرائیل پوځ چارشنبه (جولاۍ ۱۵) ویلي چې بیلا بیلو کسانو په ۲۰۲۵ کال کې د ټیلګرام د لارې دې سرتیري ته پیغامونه استولي وو چې یو شمیر پیغام استونکو د ایران سره اړیکې درلودې.

په دغو ایرانیانو کې یې ځینو د دې اسرائیلي سرتیري څخه غوښتي وو چې د ځینو ویډیوګانو او انځورونو په بدل کې به ورته پیسې ورکړل شي.

د اسرائیل د امنیتي ادارو په پلټنو کې څرګنده شوې چې دې سرتیري د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې د اسرائیل – ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال دوه ویډیوګانې او څو فلمونه یوې ایرانۍ سرچینې ته استولې وې.

په ویډیوګانو کې ښودل کیدل چې اسرائیل څه ډول د ایران لخوا توغول شوي توغندي شنډوي.

د اسرائیل پوځ په اعلامیې کې ویلي، "بالاخره چې تورن شخص د فشار احساس وکړ، د خپلې قطعې یو غړي ته یې خبر ورکړ چې د یو بهرني عامل سره اړیکي لري او یوه ورځ وروسته شین بت ونیوه".

د اسرائیل پوځ د دې سرتیري د پیژندګلوۍ او دا چې د پوځ کومې قطعې سره کار کوي، تر اوسه څه ندي ویلي.