په اسرائیل کې د تیرې اونۍ له پارلماني ټاکنو وروسته، ددغه هېواد ښي اړخه فعالینو د یکشنبې په ورځ (نومبر ۱) د یو احتمالي عرب-اسرائیلي ایتلافي حکومت د جوړېدو په خلاف لاریون وکړ.
د حیفا په ښار کې لاریون کوونکو غوښتنه وکړه چې د اسرائیل په راتلونکي حکومت کې عرب ګوندونه ګډون ونه لري او نوې ټاکنې ترسره شي.
د اکتوبر ۲۷مې په پارلماني ټاکنو کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو بلاک او د هغه مخکښ مخالف ګاډي ایزنکوټ دواړه د راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه د اړتیا وړ ۶۱ څوکیو په ګټلو کې پاتې راغلل.
په دغو ټاکنو کې د نتنیاهو بلاک ۵۳ څوکۍ، د ایزنکوټ په مشرۍ ایتلاف ۴۸ څوکۍ او عربي ګوندونو ۱۹ څوکۍ وګټلې.
ایزنکوټ چې د اسرائیل د پوځ پخوانی لوی درستیز او د منځلاري اپوزیسیون مشر دی، د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له عربي ګوندونو سره اتحاد رد کړی و.
سلګونو کسانو د شنبې په ورځ په تل ابیب کې د یو لاریون په ترڅ کې له ایزنکوټ څخه وغوښتل چې د بنیامین نتنیاهو د واک د پای ته رسولو لپاره له عربي ګوندونو سره اتحاد وکړي.
نتنیاهو چې هڅه کوي د یوې بلې دورې لپاره د صدارت پر څوکۍ پاتې شي، په حکومت کې د عربي ګوندونو شاملول «خطرناک» بللي دي. د هغه په مشرۍ لیکود ګوند ادعا کړې چې په ټاکنو کې د عرب ګوندونو له خوا درغلي شوې او له اسرائیلي چارواکو یې غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي.
خو لیکود ګوند د خپلو ادعاو د ملاتړ لپاره کوم مشخص شواهد نه دي وړاندې کړي او د اسرائیل د ټاکنو کمېټې ویلي چې د احتمالي سرغړونو په اړه راپورونه د پخوانیو ټاکنو په پرتله ډېر کم وو.
د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ چې د ټاکنو د رسمي پایلې ترلاسه کولو ته په تمه دی، ویلي چې د مشورو د بهیر د پیل لپاره به یې استوګنځی د ټولو سیاسي ډلو او ګوندونو پر مخ «په بشپړه توګه پرانیستی» وي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر هرتزوګ د نومبر په څلورمه د ټاکنو د رسمي پایلو له ترلاسه کولو وروسته د اکثریت ایتلاف جوړولو دنده د یو ټاکل شوي ګوند مشر ته وسپاري.