د اسرائیل پارلماني ټاکنې د نتنیاهو د لیکود گوند وگټلې

Your browser doesn’t support HTML5

د اسرائیل په پارلماني ټاکنو کې د بر حال صدراعظم بنیامن نتنیاهو د لیکود گوند بری ترلاسه کړی. ښاغلي نتنیاهو د کمپاین تر وروستۍ ورځۍ خپل پلویان په ټاکنو کې گډون ته هڅول او دا یې هم ویل چې د بري په صورت کې به فلسطین د یو هیواد په نوم ونه پیژني. د اسرائیل د کورني سیاست په اړه دلته په سټوډیو کې د امریکن پروگرس څیړنیز مرکز د غړي بریدجنرال شولومو بروم ارزونه اوریدای شئ.