د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې دوي په جنوبي لبنان کې هدفي ځمکني عمليات پیل کړي چې موخه یې د دفاعي حوزې پراخول، د حزب الله د ترهګرې ډلې د تاسیساتو له منځه وړل او په سیمه کې د جنګیالیو ختمول دي.
پوځ ویلي سرتېرو یي حزب الله پورې اړوندې یوې ودانۍ کې د وسلو یوه زېرمه موندلې چې پکې لسګونه توغندي، چاودېدونکي توکي او نور جنګي وسایل ترلاسه شوي دي. د اسرائیل دفاعي ځواکونو دارنګه ویلي چې د حزب الله یوه نظارتي پوسته هم ویجاړه شوې ده.
اسرائیلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې مهم ښار خیام کلابند کړی دی. دا سیمه د اسرائیلو له پولې شاوخوا شپږ کیلومتره شمال خواته ته موقعیت لري. د لبنان امنیتي سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیلي ځواکونه لوېدیځ لور ته د لیطاني سیند پر لور هم پرمختګ کوي.
اسرائیلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې مهم ښار خیام کلابند کړی چې د اسرائیل له پولې شاوخوا شپږ کیلومتره شمال خواته ته موقعیت لري. د لبنان امنیتي سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوي د لیطاني سیند لویدیځ لوري ته پرمختګ کوي.
رویټرز ویلي چې خیام له هغو سیمو څخه یوه ګڼل کیږي چې د حزبالله ځانګړي رضوان ځواکونه بېرته ورغلي دي څو د اسرائیلي ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي. راپورونه زیاتوي چې د حزبالله د ځمکنۍ جګړې زیات تمرکز د همدې ښار په شاوخوا سیمو باندې دی. دا هغه سیمه ده چې لبنان د اسرائیل او سوریې له پولو سره نښلوي.
اسرائیلي پوځیان هم د بنت جبیل ښار پر لور، چې د حزبالله یو مهم مرکز بلل کېږي او د اسرائيلو له پولې شاوخوا څلور کیلومتره لرې موقعیت لري، خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د (مارچ له ۲ مې) د شخړې له پیل راهیسې، د حزبالله د بریدونو په وړاندې د اسرائيلو په ځوابي بریدونو کې له ۸۸۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي. دغه وزارت د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي.
د لبناني چارواکو په وینا، له ۸۰۰ زرو څخه زیات کسان د جګړو له کبله بېځایه شوي هم دي.
د اسرائيلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدئون سعار د دوشنبې په ورځ وویل چې حزبالله د ایران په لارښوونه پر اسرائيلو بریدونه کړي دي، او زیاته یې کړه چې د ایران د خاورې نه د بریدونو په پرتله د لبنان له خاورې پر اسرائيلو ډېر بریدونه شوي دي.
د اسرائيلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتس وویل چې ده او د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پوځ ته لارښوونه کړې چې «د لبنان له پولې سره نږدې د ترهګرو بنسټونه له منځه یوسي، څو سیمې ته د ګواښونو او د حزبالله د بېرته ستنېدلو مخه ونیول شي.»
کاتس زیاته کړه چې هغه سلګونه زره لبناني اوسېدونکي چې د لبنان له جنوبي برخو او بیروت څخه وتلي دي، «د لیطاني سیند د کرښې سوېل کې خپلو سیمو ته تر هغه وخته پورې بېرته نشي ستندلای څو چې د اسرائيل په شمالي برخه کې د اوسېدونکو امنیت ډاډمن شوی نه وي.»
کاتس همدارنګه دیته اشاره وکړه چې د حزبالله مشر نعیم قاسم ښايي د خپل پخواني مشر او د ایران ستر مذهبي مشر په څېر یو برخلیک ولري چې د اسرائيلي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي وو.
دوو اسرائیلي چارواکو د رویترز خبري اژانس ویلي تمه وه چې اسرائیل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د اوربند د یوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره خبرې وکړي، چې په شرطونو کې یو د حزبالله بېوسلې کېدل یاد شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم د جمعې په ورځ د اوربند غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې: "له بده مرغه لبنان داسې یوې جګړې ته راکاږل شوی چې خلک یې نه غواړي پکې ښکېل شي ."
د مارچ په لومړیو کې د لبنان ولسمشر جوزف عون له اسرائیلو سره د مستقیمو خبرو او اوربند غوښتنه کړې وه. دا وړاندیز وروسته له هغې وشو چې د لبنان حکومت د مارچ په ۲مه د حزبالله پوځي فعالیتونه ناقانونه اعلان کړل او امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ چې د لبنان له خاورې د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو د توغولو مخه ونیسي.
دا امر تر ډېره نه دی عملي شوی او حزبالله لا هم هره ورځ پر اسرائیلو بریدونو ته دوام ورکوي.
حزبالله په ۱۹۹۷ کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له خوا د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومول شوی دی.