هکبي: ابراهیمي تړونونه به نورو هیوادونو ته وغځیږي

د اسراییل لپاره د امریکا سفیر، مایک هکبي

د اسراییل لپاره د امریکا سفیر مایک هکبي وایي چې ډونالډ ټرمپ په منځني ختیځ کې ډیپلوماسي بدله کړې او اوس مهال د سیمې نورو هیوادونو ته د ابراهیمي تړونونو د غځولو لپاره خبرې روانې دي.

هکبي د شنبې په ورځ نیوز مکس ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: "خلک واقعا سوریې، لبنان او سعودي عربستان ته د ابراهیمي تړونونو د غځولو په اړه خبرې کوي. زه دا نه وایم چې موږ به چمتو یو چې راتلونکې اونۍ دا تړونونه لاسلیک کړو، خو زه فکر کوم چې دا به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي."

ابراهیمي تړونونه، چې د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دورې کې د منځني ختیځ د سولې لپاره د ولسمشر د یو مهم نوښت په توګه پیل شول، د هغو تړونونو لړۍ ده چې د اسراییلو او د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څو هیوادونو ترمنځ یې ډیپلوماټیکې اړیکې عادي کړې، او تمه کیږي چې د مرکزي آسیا د ځینو هیوادونو په ګډون نورو هیوادونو ته هم وغځیږي.

هکبي وویل په منځني ختیځ کې د ټرمپ ستراتیژۍ چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د ۲۰ ماده ایز اوربند تړون د بریالیتوب لامل شو، د متحدوایالتونو په منځګړیتوب رامنځته شو او تیره میاشت پلي شو.

هغه ټینګار وکړ: "د اوربند له پیل راهیسې د حماس له خوا پر اسراییلو هیڅ برید نه دی شوی."
په اسراییلو کې د امریکا سفیر اوربند "نازک خو باثباته" وباله.