د اسراییل د لومړي وزیر بنيامين نتنياهو د دفتر په وینا اسرائيل د پنجشنبې په ورځ د اسرائيلي يرغمل شوي جسد هویت پېژندنه وکړه.
د لومړي وزیر دفتر وویل چې د مینې ګادرد په نوم د یوه اسراییلي تبعه جسد یې وروسته له هغه ترلاسه کړ چې په غزې کې ترهګرې ډلې دا جسد د سره صلیب کارکوونکو ته وسپاره او هغوی بیا د اسرائيلي چارواکو لاس ته ورساوه.
ګودارد، چې ۷۳ کلن و، غزې ته څیرمه د اسرائيل جنوب کې په بيئري کلي کې اوسېده او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس د ترهګرې ډلې له لوري هغه مهال ووژل شو چې يادې ډلې د فلسطين له خاورې پر اسرائيل برید وکړ.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو استازیو وروسته له هغه چې عدلي معاینې د هغه هویت تایید کړ د ګودارد کورنۍ ته خبر ورکړ چې د هغه پاتې شوني بېرته ترلاسه شوي.
ګودار د او د هغه مېرمن اییلت، چې ۶۳ کلنه وه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه په بيئري کلي کې د فلسطين اسلامي جهاد وسلهوالو له لوري ووژل شول، او د هغه مړی د حماس ډلې له لوري غزې ته یووړل شو.
حماس د فلسطين اسلامي جهاد سره د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې وویل چې د ګودارد مړی په خان یونس کې وموندل شو.
دواړو ډلو په هغه برید کې ګډون درلود چې د اکتوبر په ۷مه یې ۲۵۱ کسان یرغمل کړل او د غزې جګړه یې پیل کړه.
د دوو اسرائيليانو او یو تايلندي تبعه مړي لا هم د غزې په سیمه کې پاتې دي. حماس وايي چې دوی د ځينو مړو ځایونو ته د لاسرسي توان نه لري، ځکه چې د اسرائيلو سره د دوو کلونو جګړې ویجاړیو او د خاور خځلو لاندې کنډوالو ته لاسرسی ستونزمن کړی، هغه جګړه چې تېره میاشت د امریکا پر منځګړيتوب اوربند سره پای ته ورسېده.
حماس په اکتوبر کې د اوربند له تړون سره سم په غزه کې پاتې ټول ۲۰ ژوندي يرغمل شوي کسان خوشې کړل، چې په بدل کې یې اسرائيلو نږدې ۲,۰۰۰ فلسطیني بندیان او د جګړې پر مهال نیول شوي کسان خوشې کړل.
همدارنګه، په دغه تړون کې د ۲۸ يرغملو د پاتې شونو د ستنولو په بدل کې د ۳۶۰ حماس جنګیالیو د مړو تبادله هم شامله ده.
د نتنياهو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل: "د اسرائيل د دولت د تښتول شويو او ورکو کسانو د ادارې ټول تشکیلات او ټول ټال کې پخپله دا اداره دیته ژمنه ده او پرته له ستړیا کار کوي تر څو زموږ ټول وژل شوي يرغمل بېرته خپلې خپل هیواد ته منتقل او په درناوي سره خاورو ته وسپآرل شي."