متحده ایالتونه د اسرائیل او لبنان ترمنځ د خبرو د دویم پړاو کوربه دی

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو د لومړي پړاو کوربه و.

یو اسرائیلي مقام امریکا غږ ته وویل چې دا خبرې به د واشنګټن ډي سي په وخت نن پنجشنبه (اپریل۲۳) د مازدیګر په څلورو بجو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو په وزارت کې پیل کېږي.

راپورونه وايي چې په واشنګټن کې د اسرائیل سفیر لخیل لایټر او د لبنان سفیره ندی معوض به په دغو خبرو کې د خپلو هېوادونو استازیتوب کوي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به هم په دغو خبرو کې وي. هغه د اپریل په ۱۴ نېټه د دواړو خواو ترمنځ د خبرو د لومړي دور کوربه و.

په اسرائیل او لبنان کې د متحدو ایالتونو سفیران هم په دغو خبرو کې ګډون کوي.

تر دې مخکې، د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي وو چې په مذاکراتو کې به د لبنان استازې د اوربند د مودې غځول او د لبنان په جنوب کې د اسرائيل پوځ له لوري د ویجاړیو بندول وغواړي. لبنان وايي د اوربند د مودې غځول د لوړې کچې مذاکراتو د پيل لپاره مهم دي.

اسرائيل ویلي دي چې په مذاکراتو کې به د حزب الله ډلې بې وسلې کولو په اړه د اطمینان او د سولې د تړون په اړه د شرایطو د برابرولو غوښتنه کوي.

تقریبآ دوې اونۍ مخکې د سولې د لومړي دور د خبرو تر پيل وړاندې، د لبنان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې اوربند یوازینۍ موضوع ده چې د لبنان سفیره ندی پرې له خپل اسرائیل سیال سره د خبرو کولو اجازه لري، خو اسرائیل د حزب الله حذف او بې وسلې کېدل غواړي.

په همدې حال کې د حزب الله ډلې یو غړي د لبنان په پارلمان کې ویلي دي، چې له اسرائیل سره د اوربند د مودې غځول غواړي، خو په خبره یې باید د اسرائيل پوځ هم د اوربند شرایط پوره تطبیق کړي.

بلې، داسې ښکاري چې د دغه لس ورځني له پيل راهېسې تاوتریخوالی هم روان دی او تېره ورځ، چهارشنبه، د اوربند له پيل راهېسې په لبنان کې تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې.

لبناني مقامات وايي چې د اسرائیل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي، چې یوه یې لبنانۍ خبریاله امال خلیل ده.

د حزب الله ډلې ویلي چې د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې د لبنان په جنوب کې څلور عملیاتونه کړي دي. ید اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار په خپل ایکس لیکلي، چې حزب الله تر دې دمه پنځه ځلې اوربند مات کړی دی.

د اسرائیل پوځ وايي چې د لبنان په جنوب کې یو کمربند، چې پنځه یا لس کیلو میتره لبنان ته داخل شوی، نیولی او غواړي له دغې سیمې څخه د اسرائیل په شمالي برخو باندې د لبنان د ډلو د بریدونو مخه ونیسي. د اسرائيل پوځ د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له کمربند څخه تېر نه شي.

د دواړو خواو ترمنځ، د نوې جګړې له پيل راهېسې، د لبنان د مقاماتو په وینا ۲۵۰۰ کسان وژل شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې په دوی کې څومره ولسي خلک دي او څومره یې جنګیالي دي. دا جګړه له هغه وروسته پیل شوه، چې د حزب الله ډلې د ایران په ملاتړ په اسرائیل د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. حزب الله ډلې دا بریدونه په ایران باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو عملیاتو په ځواب کې کړي.

اسرائیل وايي چې د مارچ له میاشتې راهېسې له حزب الله سره په جګړې کې یې ۱۵ سرتېري او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.