په لبنان باندې د اسرائیل د بریدونو په دوام سره د پنجشنبې په ورځ (اپریل نهمه) په نړۍ کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې، نړیوال بازارونه بېرته ولویدل د هرمز له حیاتي تنګي څخه څو بېړۍ تېرې شوې.
په لبنان باندې د اسرائيل د بریدونو سره سره د متحدو ایالتونو-اسرائيل- ایران ترمنځ اوربند په لویه کچه تطبیق شوی، سوداګر حالات له نژدې څاري او د انرژۍ د انتقالاتو د ګډوډۍ په اړه اندېښمن دي.
د نړیوال معیار په اساس د جون د میاشتې لپاره د برنټ د خامو تیلو قیمت څلور فیصده لوړ شوی او ۹۸.۵۴ ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د مې په میاشت کې د ختیځ تکساز انټرمیډیت د خامو تیلو قیمت ۵.۳ فیصده لوړ شوی و او ۹۹.۴۱ ډالرو ته رسېدلی و.
تر دې یوه ورځ مخکې د متحدو ایالتونو د خامو تیلو قیمت له ۲۰۲۰ څخه راهېسې په یوه ورځ کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی و.
نړیوالو مارکیټونو ته د منځني ختیځ انرژي د هرمز له تنګي څخه تېرېږي، چې د ایران د بریدونو له کبله څو اونۍ تړلی پاتې و او د نړیوالو انتقالاتو په ضد یې ګواښ کړی و.
د متحدو ایالتونو د ونډو راتلونکي بازارونه یو څه ولویدل او تېرې لاس ته راوړنې یې هم له لاسه ورکړې، په داسې حال کې چې ټول تمرکز په منځني ختیځ دی چې متحدو ایالتونو او ایران د دوو اونیو په اوربند توافق کړی.
د S&P۵۰۰ او د ناسدق ونډې په ترتیب سره ۰.۳ او ۰.۲ فیصده لویدلې، د ډوس جونس صنعت ونډې ۰.۴ ښکته شوې دي.
اسرائیل په لبنان باندې بریدونه روان ساتلي او ایران وايي په اوربند کې، چې نن یې دویمه ورځ ده، باید په لبنان کې له حزب الله سره د اسرائیل جګړه هم ودرول شوي. خو سپینه ماڼۍ وايي چې دا د توافق برخه نه ده.
فورم \ دبحث خونه