د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې مذاکرات د پنجشبنې په ورځ (مۍ ۱۴) په واشنګټن کې پیل کیږي.
د دواړو خواوو ترمنځ د امریکا په ملاتړ د تیرې میاشتې د اوربند له اعلان سره سره، په لبنان کې د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله ترهګرې ډلې او اسرائیل ترمنځ بریدونه دوام لري.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د مارچ په دوهمه د تازه تاوتریخوالي د پیل راهیسې، دا په واشنګټن کې د اسرائیلي او لبناني استازو ترمنځ د سولې د خبرو دریم پړاو دی. بیروت د حزب الله د مخالفت سره سره په دغو خبرو اترو کې ګډون کوي.
د اسرائیل د حکومت یو ویاند وویل چې د سولې د خبرو موخه دا ده چې حزب الله بې وسلې شي او د سولې یو تړون لاسلیک شي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپریل په ۱۶مه یو اوربند اعلان کړ، خو له دې سره سره د حزب الله او اسرائیل ترمنځ بریدونو دوام موندلی دی. د ناامنیو زیاتره پیښې د لبنان په جنوبي سیمو کې شوي دي.
ددغه اوربند موده د یکشنبې په ورځ پای ته رسیږي.
د لبنان د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل په بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي دي. لبناني مقاماتو ویلي واشنګټن ته تللي استازي به یې "د داسې اوربند غوښتنه وکړي چې اسرئیل ورباندې عمل وکړي."
د اسرائیل پوځ خبر ورکړی چې د حزب الله له لورې وار شوي یو چاودېدونکي ډرون پولې ته څېرمه د اسرائیل په خاوره کې یو شمېر اسرائیلي ملکي خلک ژوبل کړي دي.
اسرائیل د لبنان په جنوب کې یوه سیمه د ځانګړي امنیتي زون په توګه اعلان کړې او په دغه سیمه کې یې عسکر ځای په ځای کړي دي. اسرائیل ددې کار موخه د حزب الله له بریدونو څخه د اسرائیل د شمالي سیمو ساتنه ښودلې ده. د جګړې د پیل راهیسې په دغه سیمه باندې حزب الله د ډرون او توغندیو سلګونه بریدونه کړي دي.
د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر مرکزونو باندې د تازه بریدونو خبر ورکړ. له دې یوه ورځ وړاندې حزب الله ویلي وو چې په جنوب کې یې پر اسرائیلي ځواکونو باندې ۱۷ بریدونه کړي دي.
د لبنان ولسمشر جوزف عون د اسرائیل سره د سولې په خبرو کې په ګډون باندې ټینګار کړی دی. د حزب الله موضوع په لبنان کې د اختلافاتو لامل شوې ده.
د حزب الله ډله په ۱۹۸۲ کال کې د ایران د سپاه پاسداران لخوا رامنځته شوې ده او د بیروت حکومت د تیر کال راهیسې ددې ډلې د بې وسلې کولو غوښتنه کړې ده.
د اپریل په ۱۶مه د اوربند له اعلان وروسته، د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتنیاهو وویل چې د حزب الله د بې وسلې کولو غوښتنه د لبنان سره د سولې د خبرو اساس جوړوي.
د واشنګټن مذاکرات د څو لسیزو راهیسې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د لوړې کچې مخامخ خبرې اترې دي.
د خبرو اترو په تیرو دوو پړاوونو کې په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل سفیرانو برخه لرله خو د خبرو د دریم پړاو دپاره دواړو خواوو د خپلو ګډون کوونکو استازو شمیر زیات کړی دی.
د خبرو په دریم پړاو کې د لبنان د ولسمشر ځانګړی استازی سایمن کرام او د اسرائیل د ملي امنیت مرستیال سلاکار یوسي درازنین برخه لري. د اسرائیل لوړ پوړي پوځي استازي هم په دې خبرو اترو کې ګډون کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا مذاکرات به پنجشنبې او جمعه د دوو ورځو لپاره دوام وکړي.