د اوربند برسیره د اسرائیل او لبنان ترمنځ د جګړې دوام

په داسې حال کې چې د اسرئیل او لبنان ترمنځ ترینګلتیا لا هم روانه ده، د اسرائیل پوځ د ټانکونو یو کاروان د دوشنبې په ورځ د لبنان سرحدي سیمو ته واستول شو.

د اسرائیل ټایمز د حزب‌الله له قوله لیکلي چې ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوبي سرحدي سیمه کې له اسرائیلي سرتېرو سره نښته کړې.

د ایران له ملاتړ برخمنې دې وسله‌والې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، وروسته له هغې چې اسراییلي ځواکونو د دیر سریان ښارګوټي ته د پرمختګ هڅه وکړه، د دوی جنګیالیو «پر اسرائیلي سرتیرو ډزې وکړې او له هغوی سره یې سختې نښتې وکړې.»

دیر سریان د اسرائیل له خوا د اعلان شوې «ژېړې کرښې» دننه پروت ښارګوټی دی. دا کرښه د لبنان د جنوبي پولې په اوږدو کې تر لسو کیلومترو پورې غځېدلې او اوسېدونکو ته ویل شوي چې بېرته خپلو سیمو ته دې نه ستنېږي.

د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ تائید کړې وه چې د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله له جنګیالیو سره نښتې شوې دي، چې په ترڅ کې یې د دوی دوه سرتېري سرسري ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي، سرتېرو متقابل ځوابي ډزې وکړې، او د اسرائیل هوايي ځواک هم په سیمه کې د حزب‌الله پر هدفونو بریدونه کړي دي. په دغو هدفونو کې هغه ودانۍ شاملې وې چې د دې ډلې له خوا کارول کېدې، او همداراز د ټانک ضد هدایت‌شویو توغندیو د توغولو مرکزونه و.

د لبنان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسرائیل د لبنان په جنوب کې پر څه باندې شلو سیمو هوايي بریدونه کړي دي. په دغو سیمو کې ځینې هغه ښارګوټي هم شامل دي چې د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ له اوسېدونکو غوښتي وو چې ترې ووځي.

د لبنان پوځ ویلي چې د کفره ښارګوټي په اړه د اسرائیلو په یوه برید کې هغه مهال چې دوی د پوځ د پوستو ترمنځ په یوه پوځي موټر کې روان وو، «یو افسر او یو سرتېری لږ ژوبل شوي دي».

د تیر اپریل میاشت په ۱۷مه د امریکا په منځګړتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند هوکړه وشوه خو جګړه لاهم روانه ده.