پر ایران د برید په تړاو، ولس ته د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو پیغام

د اسرائیل لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، له متحدو ایالتونو سره د یو ګډ برید اعلان وکړ چې وايي "د ضرورت تر وخته به دوام وکړي". ولس ته د لومړي وزیر نتنیاهو پیغام لوستلای شئ.

"زما وروڼو او خويندو اسراییلیانو يو ساعت مخکې، اسرائيل او متحده ايالتونو د ايران د ترهګر رژيم له خوا د موجود ګواښ د له منځه وړلو لپاره پوځي عملياتو پيل کړل.

زه له خپل ستر ملګری، ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغه د تاريخي مشرتابه لپاره مننه کوم.

د ۴۷ کالو لپاره، د آيت الله ګانو رژيم د "اسرائيلو ته مرګ" او "امريکا ته د مرګ" شعارونه ورکړي دي. دې رژیم زموږ وينه تويه کړې ده، ډير امريکايان يې وژلي دي، او خپل خلک يې هم قتل کړي دي.

دې ترهګر رژيم ته بايد اجازه ورنکړل شي چې ځان په اټومي وسلو سمبال کړي چې دا به ټول انسانيت ته ګواښونه پيښ کړي. زموږ ګډ عمليات به د ايران د مېړنیو خلکو لپاره هغه شرايط رامنځته کړي چې دوی خپل تقدیر په خپل لاس کې واخلي.

ددې وخت راغلی دی چې د ايران ټول وګړي فارسيان، کوردان، آزري، بلوڅان او اوازيان د ظلم په وړاندي ودریږي او د آزادۍ او سولې خوښونکي ارزښتونه ايران ته بیرته ستانه کړي.

زه د اسرائيل خلکو ته بلنه ورکوم چې د کورنۍ جبهې قومانداني او لارښوونې تعقيب کړي.

په راتلونکو ورځو کې، "د زمري د غړمبا" په نوم د عملياتو په ترڅ کې، موږ ټول باید د صبر نه کار واخلو او د روحانيت قوت وښيو. يوځای به ودريږو، يوځای به جګړه وکړو، او يوځای به اسرائيلو ته ابديت تضمين ور په برخه کړو."