د کاتولیک مذهبي مشران وایي په منځني ختیځ کې دې د سولې ملاتړ وشي

د کاتولیک مذهبي مشران وایي په منځني ختیځ کې دې د سولې ملاتړ وشي

د منځني ختیځ د کاتولیک مذهب پادریانو د ملګرو ملتو نه غوښتي دي چي د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د شخړو او لانجو د له منځه وړلو دپاره دي ددوو هیوادونو د جوړولو د حل لاري سره مرسته وکړي.

دغه پادریان ددوو هفتو راهیسي په روم کي په یوه سیمه ایزه غونډه کي په خبرو بوخت وو. هغوي د غونډي په پای کي په خپل پیغام کي ویلي دي چي اسرائیل دي د " موعودي ځمکي " یا " منتخبو خلکو " د انجیل د مفهوم نه تیر شي او د عربو په ختیځ بیت المقدس کي دي ناقلو یهودانو ته نور کورونه نه جوړوي.

د کاتولیک کلیسا ګانو دغو پادریانو مخکي له دې چي خپله بیانیه خپره کړي، د عیسویانو د مذهبي مشر پاپ ( بینیدیکت ) سره وکتل. په دې بیانیه کي د اسرائیلو له خوا د فلسطین د ځمکي د اشغال ختمول او د فلسطین د پاره د یوه مستقل او حاکمیت لرونکي هیواد جوړول غوښتل شوي دي.

خو د اسرائیلو صدراعظم بینجامین نیتان یاهو یې په جواب کي پرون وویل چي فلسطینیان باید اسرائیل د یوه یهودي دولت په توګه په رسمیت وپیژني او بیا به نواسرائیل دې ته چمتو شي چی دا شخړي ختم کړي.