د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې پوځ به یې تر هغه وخته د لبنان له جنوبي سیمو څخه ونه وځي تر څو چې د حزب الله ګواښ په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی.
نتنیاهو د سې شنبې په ورځ د جون ۳۰مه د لبنان جنوب ته د سفر پر مهال اسرائیلي ځواکونو ته په وینا کې وویل، "اسرائیل به د لبنان له جنوبه ونه وځي."
هغه زیاته کړه چې لبنان او اسرائیل یو بل په رسمیت پېژني او دواړه هېوادونه ایران او حزب الله ته وايي چې «تاسو دلته ځای نه لرئ، دوه خپلواک هېوادونه غواړي له یو بل سره سوله وکړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اسرائیل او لبنان د څو میاشتو جګړو د پای ته رسولو لپاره د یوه نوي درې اړخیز تړون لاسلیک کړی دی.
د تړون له مخې، د اسرائیلي ځواکونو وتل د حزب الله له بې وسلې کېدو سره تړلي دي، خو حزب الله دا شرط رد کړی دی.
په تېرو کلونو کې هم لبنان او اسرائیل څو ځله د اوربند موافقې کړې وې، خو د دواړو لورو ترمنځ د بې باورۍ او امنیتي ستونزو له امله عملي نه شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د خپرو شویو جزئیاتو له مخې، دواړه هېوادونه غواړي په پای کې هغه رسمي جګړه پای ته ورسوي چې د ۱۹۴۸ کال راهیسې روانه ده.
د پلان له مخې، اسرائیل به په لومړي پړاو کې له دوو محدودو سیمو ووځي او وروسته به د لبنان پوځ په تدریجي ډول د دغو سیمو امنیت پر غاړه واخلي.
د لبنان د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال د مارچ له دویمې راهیسې په اسرائیلي هوايي بریدونو کې له څلور زرو څخه زیات لبنانیان وژل شوي او یو شمېر اسرائیلي سرتېري هم په جنوبي لبنان کې وژل شوي دي