د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د یشار ګوند مشر ګاډي ایزېنکوټ ترمنځ خبرې اترې چې د یکشنبې په ورځ [نومبر ۲۹مه] د ائتلافي حکومت د جوړولو په موخه پیل شوې وې، له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدې.
ایزېنکوټ چې د اسرائیل د ولسمشر له خوا ورته د راتلونکي حکومت د جوړولو دنده سپارل شوې په تل ابیب کې له دوه ساعته غونډې وروسته له نتنیاهو سره د ائتلافي حکومت د جوړولو چانس کم ارزښته وباله.
نتنیاهو او ایزېنکوټ د ډېرو جزئیاتو له ورکولو پرته په یوې ګډې اعلامیې کې لیکلي چې "خبرې تر ډېره په کاري فضا راڅرخېدې او دواړه خواوې هڅه کوي چې پخپلو منځو کې خپل ژور اختلافات حل کړي."
دا د اکټوبر میاشتې له پارلماني ټاکنو راهیسې د دواړو سیالانو ترمنځ دوېمه غونډه وه چې ترسره شوه. د اسرائیل په پارلماني ټاکنو کې هېڅ ګوند یا ټاکنیز ائتلاف د حکومت جوړولو لپاره اکثریت څوکۍ ونه ګټلې.
د اسرائیل ۱۲مې خبري شبکې راپور ورکړی چې اوس د نتنیاهو او ایزېنکوټ ترمنځ د بلې کتنې لپاره کوم پلان نه شته.
دغه خبري شبکه زیاتوي چې د یکشنبې د غونډې پر مهال، ایزېنکوټ نتنیاهو ته وویل: "زه د (اپوزیسیون ګوندونو) په ډله کې له خپلو شریکانو سره ژمن یم. د حکومت له جوړېدو وروسته تاسې کولی شئ له موږ سره یوځای شئ." د ایزېنکوټ یوه ویاند دا راپور تایید کړی دی.
نتنیاهو د شنبې په ورځ وویل چې که له ایزېنکوټ سره د ائتلافي حکومت په جوړولو هوکړه وشي، نو هغه به چمتو وي چې په مؤقتي ډول له صدارته څنګ ته شي څو د ایزېنکوټ صدراعظمۍ ته زمینه برابره شي او وروسته دې دغه مقام بېرته ده ته وسپارل شي.
ایزېنکوټ د ډېسمبر تر ۶مې نېټې پورې د ائتلافي حکومت د جوړولو لپاره وخت لري او کیدای شي چې دغه موده ۱۴ ورځې نوره هم وغځول شي.