په اسرائيل باندې د حزب الله ترهګرې ډلې له لورې د توغندیو له بریدونو وروسته، د اسرائیل د دفاع وزیر یسرائیل کتز وايي چې پوځ ته یې لارښوونه شوې چې په لبنان کې د حزب الله په ضد عملیات پراخ کړي.
په یوې خپرې شوې ویدیو کې، چې د کتز دفتر خپره کړې، هغه په کې وايي: «ما د لبنان ولسمشر ته خبرداری ورکړ که د لبنان حکومت نه پوهېږي څنګه خپل قلمرو کنترول کړي او د حزب الله له لوري د شمالي کلیو د تهدید او په اسرائیل باندې د توغندیو د بریدونو مخه نه شي نیولای، دا سیمې به ونیسو او خپله به یې وکړو.»
هغه وویل چې د اسرائيل دفاعي ځواکونو ته ویل شوي چې «په لبنان کې د دفاعي ځواکونو د فعالیت د پراخېدو او په شمالي سیمو کې د سولې او ثبات د بیا راګرځولو لپاره» ځانونه چمتو کړي.
اسرائیل د چهارشنبې په شپه د بیروت د ضاحیه په سیمې کې د حزب الله په اهدافو باندې «ډېر بریدونه» وکړل.
د اسرائیل رسنۍ وایي چې حزب الله د دغې تازه جګړې له پیل راهېسې د اسرائيل په جنوب باندې د ۲۲۰ راکټونو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. راپورونه وايي یو شمېر توغندي لګېدلي او یو شمېر خلک یې ژوبل کړي دي.
د اسرائيل د دفاع ځواکونو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په غچ اخیستونکو بریدونو کې یې «د حزب الله لسګونه ترهګر، چې په اسرائيل باندې یې د بریدونو تابیا کوله، له منځه وړي او لسګونه نور توغندي، چې توغولو ته چمتو وو، ختم کړي» دي.
د همدې اونۍ په پیل کې د لبنان ولسمشر جوزف عون له اسرئیل سره د مخامخ خبرو او سولې غوښتنه وکړه. د لبنان حکومت د مارچ په دویمه د حزب الله پوځي فعالیتونه ناقانونه اعلان کړل او له امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د لبنان له قلمرو څخه د توغندیو د توغولو مخه ونیسي. دا امر تر ډېره عملي شوی نه دی- حزب الله خپل بریدونه روان ساتلي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له لبنان څخه د حزب الله ترهګرې ډلې د ختمولو غوښتنه وکړه. ټرمپ خبریالانو ته وویل: «موږ لبنان سره مینه لرو. موږ د لبنان له خلکو سره مینه لرو، خو حزب الله له ډېرو کلونو راهیسې په سیمه کی یو لوی ناورین دی». هغه وویل چې متحده ایالتونه او متحدین یې باید «له حزب الله څخه خلاص» شي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې د اسرائیل د بریدونو له امله د وژل شویو شمېر نږدې ۶۰۰ ته لوړ شوی او له ۱۴۴۴ څخه ډیر ټپیان شوي دي. دغه وزارت په خپلو ارقامو کې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي.
د ملګرو ملتونو او لبنان حکومت په وینا نږدې ۷۸۰،۰۰۰ خلک بې ځایه شوي دي. حزب الله په ۱۹۹۷ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومول شوی و.