د اسرائيل پوځ په قبرس کې هغه کښتۍ درولې چې غوښتل یې په غزې باندې د اسرائیل سمندري محاصره ماته کړه.
څه باندې ۵۰ فعالان له ترکیې څخه د غزې د ساحل په لوري خوځېدلي وو چې د اسرائيل پوځ ودرول.
د دوی تر درېدو یو ساعت مخکې د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت له دغو فعالانو څخه وغوښتل چې خپل لوری بدل او بېرته وګرځي.
دغه وزارت وايي دا کښتۍ ظاهرآ د بشري مرستو رسوونکې ښودل کېږي، خو په خبره یې د بشري مرستو هېڅ څرک په کې نه ښکاري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام غندلی او له اسرائیل څخه یې غوښتي دي چې نیول شوي فعالان دې ژر تر ژره پرېږدي او خپله مداخله دې پای ته ورسوي.
د اسرائیل پوځ تېره میاشت هم د یونان په ساحل کې دا ډول ۲۰ کښتۍ ودرولې او په کې سپاره ۱۷۵ فعالان یې ونیول. نیول شوي کسان د «صمود نړیوالې ډلې» فعالان ښودل کېږي.
اسرائيل له ۲۰۰۷ راهېسې غزه محاصره کړې او دغه تړانکې ته د توکو لېږد رالېږد محدود دی. اسرائیل تېرکال هم ۵۰ کښتۍ، چې د دغې محاصرې د بندولو هڅه یې کوله، ودرولې او ۵۰۰ سپاره یې ونیول.