د اسرائیل پوځ په لبنان کې یوه ۹۰۰ کلنه لرغونې کلا نیولې ده

د الشقيف کلا نیول، اسرائیلي ځواکونو ته د لبنان په سویل او د اسرائیل په شمال کې یو حاکمه کرښه په لاس ورکړه له کومه چې د اسرائیل په مېشت ځایونو باندې بریدونه کېدل.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ [مې ۳۱مه] وویل هغه خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په لبنان کې د ایران پلوې حزب الله ترهګرې ډلې پر وړاندې جګړه نوره هم پراخه کړي.

ځواکونو ته د عملياتو د پراخولو امر په داسې یو وخت کې ورکول کېږي چې څه باندې شپږ اونۍ وړاندې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د متحدو ایالتونو په منځګړتوب اوربند اعلان شو.

د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې، د مارچ د دویمې نېټې څخه تراوسه د اسرائیل د هوايي بریدونو او د تخلیې د اوامرو له کبله څه باندې ۱،۲ میلیونه لبناني وګړي بېځایه شوي دي. په همدې نېټې کې د حزب الله ترهګرې ډلې د خپل متحد، ایران د ملاتړ په پار پر اسرائیل د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو توغول پیل کړل.

د لبنان د حکومت په وینا، نښتو کې تر اوسه څه باندې ۳۳۷۰ کسان وژل شوي دي. اسرائیل وايي چې په همدې موده کې د دوی ۲۴ سرتیري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي. د حزب الله د ترهګرې ډلې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو له امله د اسرائیل په شمال کې لسګونه زره اسرائیلي وګړي هم بې ځایه شوي دي.

په همدې حال کې د اسرائیل پوځ ویلي سرتېرو د لبنان په سویل کې د "الشقيف" ۹۰۰ کلنه کلا او یوه ستراتیژیکه غونډۍ نیولې ده. دغه کلا یوه ورځ وروسته له هغې نیول کېږي چې د حزب الله ترهګرې ډلې د اسرائیل په شمالي سیمو باندې ګڼ توغندي وتوغول چې له کبله یې ښوونځي وتړل شول او یو لړ نور محدودیتونه ولګول شول.

د اسرائیل لومړي وزیر د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې "ما [پوځ] ته لارښوونه وکړه چې په لبنان کې خپل ځمکني عملیات پراخ کړي."

د الشقيف کلا نیول، اسرائیلي ځواکونو ته د لبنان په سویل او د اسرائیل په شمال کې یو حاکمه کرښه په لاس ورکړه له کومه چې د اسرائیل په مېشت ځایونو باندې بریدونه کېدل.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان د دفاعي چارو د استازو کوربتوب وکړ څو د متحدو ایالتونو په منځګړتوب د سولې د پلان په تعقیبولو او د ایران د ملاتړ نه برخمن د حزب الله د ترهګرې ډلې د بې وسلو کولو پر موضوع ګانو خبرې وشي.

په لبنان کې شخړو ته په اشارې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي چې پاریس د دوشنبې په ورځ [جون لومړۍ] د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه رابللې ده.