د اسرائیل پوځ: د ایران په مرکزي او لویدیځو سیمو کې مو پوځي اهداف په نښه کړي

اسرائیل وايي د ایران د راکټي بریدونو په ځواب کې يي هوايي ځواکونو په سیمه ییز وخت، د دوشنبې په ورځ [جون اتمه] د ایران د ترهګر رژیم پر پوځي اهدافو برید کړی دی. دا د اپریل میاشتې له اوربند راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ لومړني بریدونه دي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې ددغه هېواد جنګي الوتکو د ایران په لویدیځو او مرکزي سیمو کې د ایران پر اهدافو بمبارۍ کړې دي. اسرائیلي پوځیانو پدې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د ایران دولتي او نیمه رسمي رسنیو ویلي چې د دوشنبې په سهار په پلازمینه تهران، ورڅېرمه کرج ښار، د اصفهان مرکزي ښار او په شمال لویدیځ تبریز ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

له دې وړاندې، ایراني چارواکو ویلي وو چې د رژیم ځواکونو د لبنان په سویل کې چې د حزب الله قوي سنګر ګڼل کېږي، د اسرائیل د بمباریو په بدل کې د یکشنبې په شپه د اسرائیل په ښاري سیمو توغندي توغولي دي. حزب الله په سیمه کې د ایران یوه ترهګره نيابتي ډله بلل کېږي.

امریکا غږ د اسرائیل د ځوابي برید په اړه د سپینې ماڼۍ نه د غبرګون غوښتنه کړې او ځواب ته انتظار باسي.

په همدې حال کې د اکسیوس شبکې د یوه امریکايي چارواکي په حواله خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو سره په ټېلیفون خبرې کړې او ترې غوښتي چې پر ایران دې برید نه کوي ځکه چې "موږ د یوې معاملې په برخه کې د یو ښه کار کولو ته نږدې یو."

ټرمپ د ایران سره د اوربند له نافذېدو راهیسې هڅه کوي داسې یوه هوکړه وکړي چې له مخې يي تهران د اټومي وسلو د تولیدولو او نورو ناوړو اعمالو څخه لاس واخلي.