په لبنان د اسرائیل تازه بریدونه او نوي ماموریت ته د اروپايي ټولنې لیوالتیا

د لبنان رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسرائیل ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر۳مه) د دغه هېواد په جنوب کې په منصوري ښارګوټي باندې تازه بریدونه کړي دي.

د دغه اژانس د راپور په اساس د اسرائيل پوځ خپل پوځي تجهیزات او بلډوزرونه دغه ښارګوتي ته داخل کړي دي.

دغه اژانس ویلي دي چې د اسرائیل پوځ د «حداثه» او «برعشیت» په سیمو کې هم ځینې چاودنې کړې او په ځینو نورو سیمو کې بې پیلوټه الوتکې ګرځولې دي.

د اسرائيل پوځ اعلان کړی چې د لبنان په جنوب کې یې د حزب الله تاسیسات په نښه کړي او د دغې ډلې د تونلونو ویجاړول به روان وساتي.

متحده ایالتونه او اسرائیل حزب الله یوه ترهګره ډله بولي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره کاجا کالاس ویلي چې څه باندې ۱۰ اروپايي هېوادونه لیوال دي د لبنان د وسله والو ځواکونو د روزنې او مشورې په اړه پېشنهاد شوي ماموریت ته سرچېنې او پرسونل برابر کړي چې د حزب الله ډلې په بې وسلو کولو باندې تمرکز وکړي.

نوی ماموریت

د اروپايي ټولنې دغه وړاندیز شوی ماموریت د لبنان د ځواکونو د تقويې لپاره د اروپايی ټولنې د ارزونې څخه سرچېنې اخلي، چې د لبنان پوځ خپلواک شي او ټول تمرکز د حزب الله ډلې په بې وسلې کولو وکړي.

د رویټرز د خبري اژانس د راپور په اساس کالاس ویلي دي چې د «اروپايي ټولنې هدف د لبنان د وسله والو ځواکونو او د لبنان د دولت قوي کول دي چې په خپل قلمرو کې امنیت تامین» کړي.

په راپور کې د اروپايي دیپلومات په حواله لیکل شوي، چې اروپایي ټولنه به د اکتوبر په نیمایي کې دا ماموریت پيل کړي او د ۲۰۲۶ په وروستیو او ۲۰۲۷ په لومړیو کې به لبنان ته پرسونل واستوي.

خو د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې په دې اړه معلومات ورنه کړل چې په دغه ماموریت کې د اروپايي ټولنې کوم غړي هېوادونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو ماموریت

دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک ماموریت د روان کال په پای کې ختمېږي او متحدو ایالتونو د دغه ماموریت د مودې له غځولو سره مخالفت کړی دی.

میرمن کالاس ویلي دي چې د اروپايي ټولنې دا نوی پېشنهاد شوی ماموریت به د ملګرو ملتونو د ماموریت ځای نه نیسي.

څو ورځې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې په ایټالیا کې د اسرائیل او لبنان مذاکره کوونکو د ازمایښتي سیمو د تطبیق او درې اړخیزو عناصرو د چوکاټ جزیات نهايي کړي، چې د تائید او پاکسازۍ مشترک تعریف هم په کې شامل دی.

متحدو ایالتونو، اسرائیل او لبنان د تیرې جولای په میاشت کې په واشنګټن کې درې اړخیز چوکاټ لاسلیک کړ، چې په اساس یې اسرائیل منلې چې د لبنان له دوو کوچنیو سیمو څخه، چې د حزب الله له جنګیالیو څخه یې پاکې کړې، خپل ځواکونه وباسي او د لبنان پوځ ته یې وسپاري.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سپتمبر په لومړیو کې به سیاسي هلې ځلې بیا پیل شي او په بیروت، بیت المقدس او واشنګټن کې بیا مذاکرات پیل شي.