ایټالیا کې د ځمکې د ښوېدو له امله اته کسان وژل شوي

په ايټاليا کې چارواکو د شنبې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵) وويل چې د ايسکيا په ټاپو کې د سختو بارانونو په نتیجه کې د ځمکې د ښوېدو له امله اته کسان وژل شوي دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې د ځمکې ښویدنې له امله د یو نوي زیږیدلي ماشوم په ګډون ۱۳ تنه لادرکه شوي هم دي.

ددې ټاپو د شپږو ښارګوټو له ډلې څخه په کازامیچیولا ترمه ټاپو کې د ځمکې ښویدو په نتیجه کې لږ تر لږه یو کور ویجاړ شوی او څو موټرونه په سمندر کې ډوب شوي دي.

د راپورونو له مخې په یو موټر کې سپاره دوه کسان ژغورل شوي دي.

چارواکو ددې ټاپو د نورو سیمو له اوسیدونکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او په ځپل شوې شوې سیمه کې د ژغورنې عملیاتو په وړاندې خنډ نشي.

ایسکیا یو اورغورځونکی ټاپو دی چې د تیرنین بحیرې ته نږدې موقعیت لري. دا ټاپو د ناپل ښار څخه ۳۰ کیلومتره واټڼ لري.

کارګران له ناپل ښار څخه د پيښې سیمې ته لیږل شوي، مګر خراب موسم ټاپو ته رسیدل ستونزمن کړي دي.

تر دې مخکې د ایسکیا په ټاپو کې د کازامیچیولا ترمه په ښار کې په یوې زلزلې کې دوه کسان مړه شوي وو.