جاپان د فیلیپین په شمال کې د امریکا او نور متحدینو سره پوځي تمرینات وکړل

د جاپان د ځان‌ساتنې ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (د مې شپږمه) له امریکايي، اسټراليايي او فلیپیني ځواکونو سره په ګډو سمندري تمریناتو کې ۸۸ډوله د بېړۍ‌ضد توغندی وتوغاوه، چې د جنوبي چین سمندر د لانجمنې سیمې په اوبو کې یې د فلیپین د سمندري ځواک یوه له کاره لوېدلې بېړۍ په نښه کړه.

دا تمرینات په داسې حال کې ترسره شو چې مانیلا او توکیو د دفاعي تجهیزاتو د احتمالي لېږد په اړه خبرې پیل کړې دي. دغه اقدام وروسته له هغې ممکن شوی چې جاپان د پوځي صادراتو پر محدودیتونو بیاکتنه کړې او ځینې بندیزونه یې لرې کړي دي.

د فلیپین پوځ ویلي چې د ۸۸ ډوله دوه توغندي وتوغول شول او د توغولو له پیل څخه په شپږو دقیقو کې یې د BRP Quezon په نوم بېړۍ په نښه کړه. دغه برید د فلیپین په شمال کې د پاوای له ساحل څخه شاوخوا ۷۵ کیلومتره لرې ترسره شو، چې د جنوبي چین سمندر پر لور پرته ده.

د فلیپین د دفاع وزیر او د جاپان د دفاع وزیرد تمریناتو ساحې ته تللي و او په ژوندۍ بڼه یې د توغندي ډزې له نږدې وکتلې. د فلیپین د ولسمشر فردیناند مارکوس جونیر دفتر وویل چې ولسمشر بیا د مانیلا په پوځي قومندانۍ کې دغه تمرینات د ویډیو له لارې په ژوندۍ بڼه کتله.

د (اوږه په اوږه) په نوم دغه تمرینات د مانیلا او واشنګټن د ګډو کلنیو پوځي تمریناتو یوه برخه ده.

سږ کال د لومړي ځل لپاره جاپان، له کاناډا، اسټراليا، فرانسې او نیوزیلنډ سره یو ځای، په دغو تمریناتو کې د فعالو ګډونوالو په توګه برخه اخلي، چې دا د مانیلا د امنیتي همکاریو پراخېدل څرګندوي.

په سږنیو تمریناتو کې څه باندې ۱۷ زرو پوځیان برخه لري، چې پکې شاوخوا ۱۴۰۰ جاپاني سرتېري او ۱۰ زره امریکايي ځواکونه شامل دي، سره له دې چې واشنګټن لا هم په منځني ختیځ کې په پراخو فعالیتونو بوخت دی.

بیجینګ په دوامداره توګه د مانیلا له متحدانو سره ګډ پوځي تمرینات غندي او وایي چې دا ډول فعالیتونه په سیمه کې کړکېچ زیاتوي.