خان عبدالغفار خان 'زړه نا زړه ملت پال' و - جمعه خان صوفي

جمعه خان صوفي چې پخپله د پاچا خان د خدايي خدمتگار فعاله غړی او د اجمل خټک نژدې ملگری و، په وروستیو کې یې د عبدالغفار خان په سیاست سختې نیوکې کړیدي.

هغه په خپل کتاب (زړه نا زړه ملت پاله) کې د باچا خان د تارېخي تیروتنو په هکله په تفصیل لیکل کړیدي.

جمعه خان د هغې نه وروسته کابل ته لاړ او د عمر ډیره موده یې هلته تیره کړه چې په پاکستان کې د هغه وخت صدراعظم ذولفقار بهټو پرې بندیز ولگاوه.

یوه موده د عوامي نیشنل گوند نه د خپگان نه وروسته د هغه په سیاسي فکر کې بدلون راغی. ښاغلی صوفي حتی دا وایي چې پښتون ملت پاله مشر عبدالغفار خان (باچا خان) د پښتنو سره غداري کړیده.

د امریکا غږ خبریالې نزرانی یوسفزۍ د جمعه خان صوفي سره د هغه د کتاب په هکله خبرې کړیدي.

Your browser doesn’t support HTML5

د جمعه خان صوفي سره مرکه