په کابل کې په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو برید شوی

د امام حسن مجتبی جومات

د کابل په لودیځ کې د شیعه ګانو پر جومات دوه تنه وسله وال برید کوونکي د ملي امنیت د کار کوونکو لخوا د برید پر مهال وژل شوي دي.

د ملي امنیت ویاند ښاغلي شفیق الله طاهري آشنا راډیو ته وویل چې برید کوونکي پاکستانیان دي.

ښاغلي طاهري وویل چې برید کوونکو په برید کې له کلاشینکوفونو او توپنچو څخه کار اخیستی.

برید کوونکو د کابل ښار په لودیځ کې د امام حسن مجتبی په جومات کې پر لمونځ کوونکو د لمانځه پر مهال برید وکړ چې بیا وروسته د ملي‌ امنیت د کارکوونکو لخوا چې په سیمه کې د ګزمې په حال کې وو ، دواړه بریدکوونکي ووژل شول. په پېښه کې ۳ تنه لمونځ‌ کوونکي ټپیان شوي دي.

د سیمې د جومات مؤذن او ددې پیښې عیني شاهد سید ګل آغا وايي چې سهار څلورنیمې بجې دوو تنو وسله والو چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستی وو په جومات کې یې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې چې وروسته د ملي امنیت د کار کوونکو لخوا ووژل شول او اوس وضعیت آرامه دی. تر اوسه هیچا ددې برید مسولیت په غاړه ندی اخستی.

په افغانستان کې د شیعه ګانو پر مذهبي ځایونو باندې ډیر لږ بریدونه ترسره کیږي. اوړم کال د کابل د مرادخاني په سیمه کې د عاشورا په ورځ د شیعه ګانو د ابولفضل په زیارت کې په یو ځانمرګي برید کې تر اتیا زیات زیارت کوونکي ووژل شول. ددې پیښې اکثره قربانیان شیعه ګان وه چې دغه زیارت ته ورغلي وو.

هغه مهال د ابولفضل په زیارت د برید مسوولیت لشکرجهنګوي نومې یوې پاکستانۍ ډلې په غاړه اخستی و.