د امو نهنګانو د افغانستان د شپږیزې کرکیټ لیګ اتلولي وګټله

امو نهنګانو د شپږیزې لیګ اتلولي وګټله - عکس: د افغانستان د کرکیټ بورډ

د افغانستان د شپږیزي د کرکېټ لیګ پای‌لوبه د شنبې په ورځ اګست ۲۴ (وږي درېیم) د امو نهنګانو او د بند امیر ښامارانو تر منځ وشوه چې امو نهنګانو د بند امیر ښامارانو ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دې لیګ اتلولي وګټله.

دا د افغانستان د کرکټ د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ وې چې د پنځو لوبډلو په ګډون د اګست په ۱۲مه پیل شوې او نن پای ته ورسېدلې.

د پای‌لوبې پچه/ټاس د بندامیر ښامارانو د لوبډلې کپتان حشمت‌الله شهیدي‌ وګټله او د لومړۍ توپوهنې په کولو سره یې د یو لوبغاړي په زیان د امو نهنګانو ته د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

د امو نهنګانو ټاکل شوی هدف د لوبې په نولسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره او د لومړي ځل لپاره یې د شپږیزې لیګ د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

د امو نهنګانو لوبغاړي زبید اکبري نیمه سلیزه وکړه او هدف ته د رسېدو په برخه کې ۵۹ ارزښتناکې منډې وکړې. همداشان محمد اسحاق ۴۷ او شاهدالله کمال ۴۰ منډې وکړې.

له دوی وړاندې د بندامیر ښامارانو کپتان حشمت‌الله شهیدي او صدیق‌الله اتل هم نیمه سلیزې وکړې خو د خپل ټاکل شوي هدف په ساتلو بریالي نشول.