کابل ته د دوستم له رسېدو ورسته ځانمرګي برید ۱۴ تنه ووژل

له برید وروسته ځینو افغان ځواکونه پر سړکونو ځانونه غورځولي

په کابل کې د داعش په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل هوايي ډګر څخه د جنرال دوستم د موټرو له کاروان له وتلو وروسته ځانمرګی برید وشو.

د کابل د پولیسو مطبوعاتي سلاکار حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل" په برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي." برید په ځايي وخت د مازدیګر په شاوخوا پنځو بجو شوی دی.

لا معلومه نه ده چې دقیقآ د بریدګر هدف څوک و. ویل کیږي چې په وژل شویو او ژوبل شویو کسانو کې امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

په خپله ښاغلي دوستم کابل ته له ستنېدو وروسته د ښه راغلاست په مراسمو کې وویل چې په برید کې د "رجال برجسته" ځانګړې امنیتي برخې ځينې غړي ژوبل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتو چارواکو سیمه ییزو رسنیو ته ویلي دي چې روغتونونو ته لږ تر لږه ۱۱ مړي او ۴۸ زخمیان انتقال کړل شوي دي.

د داعش ډلې ادعا کړې ده چې دا برید یې کړی دی.

برید د جنرال دوستم د موټرو دکاروانو له تېرېدو وروسته شوی دی. ښاغلی دوستم شاوخوا ۱۴ میاشتې په ترکیه کې و او ظاهرآ د درملنې لپاره هلته تللی و.